د دودیزې جرګې د کمیټو ریسانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل
۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبهد دودیزې جرګې غړو د جرګې په څلورمه ورځ د خپلو درې ورځنیو بحثونو پایلي د جرګې غړو ته واورولې. د هرې کمیټې ریس ته د څلورو څخه تر پینځو دقیقو پورې وخت ورکړل شوی وو چې له طالبانو سره د سولې د پروسي په اړه او همداراز له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون په باب د خپلو کاري بحثونو پایلي وړاندې کړي.
په دغې جرګه کې د ډیرو کاري کمیټو ریسانو د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو په اړه مثبت نظر درلود. هغوی ویل چې له امریکا سره به ستراتیژیک تړون تر ډیره بریده د افغانستان په خیر وي خو ځینو جرګه والو یو شمیر شرطونه وړاندي کړل. هغه شرطونه چې ولسمشر کرزي د جرګې په لومړۍ ورځ نه وو وړاندي کړي.
د لومړۍ کمیټې ریس، فضل الله واحدي، وویل چې له امریکا سره به ستراتیژیک تړون هغه مهال د افغانستان په کټه وي چې امریکا د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او ټولي چاري افغاني شي.
د واحدي د وینا له مخې چې له امریکا سره باید د یوې مودې لپاره د پوځي تاسیساتو پر سر قرارداد وشي او دوي په ټوله کې د دایمي قرار داد په اړه موافق نظر نه لري.
هغه ویل چې ولایتي بیا رغاونې ډلي دې ړنګي شي او هغه پيسې چې د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د بهرنیانو له لوري لګول کیږي باید د افغانانو له لوري ولګول شي ځګه چې د واحدي پر وینا اوس افغانان دا وړتیا لري.
په ورته وخت کې د یولسمې کیمټې مشر، شهزاده مسعود، بیا د جرګه والو را ټولیدل او په علیا مسایلو د هغوي همږغي یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله او هغه یې د افغانستان د بیلا بیلو قومونو تر منځ د یو والی د لویې بیلګې په ټوګه په ګوتو کړه.
د شاهد پر وینا له امریکا سره به ستراتیژیک تړون به افغانستان د مغرضو ګاونډیانو له شر څخه وژغوري او په دې سربیره به افغانان وکولای شي چې د امریکا له ظرفیتونو څخه د ځان او د خپل اقتصاد د بډاینې لپاره کار واخلي.
د عنعنوي جرګې د کمیټو د ډیرو ریسانو او ولسمشر کرزي په هغه نظر کې چې وایي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پوځي تاسیسات د افغانانو په ګټه دي د نظر یو والی لیدل کیده.
هغوي ویل که چیرته امریکا له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي او افغانان د امریکا په څير یو ملګري په څنګ کې و نه لري نو دغه ملک به یو ځل بیا د زور پالو د سیالیو په ډګر بدل شي.
د دودیزې جرګې د کمیټو ریسانو ویل چې د دوي د کميټو ډيری غړو د امریکې له پوځي قرار ګاو سره هوکړه لرله او دا چې له طالبانو سره د سولې خبري هم باید د هر څه په څنګ کې جاري وساتل شي.
د لومړۍ، دوهمې او یولسمي کميټو د مشرانو پر وینا له وسله والو طالبانو سره باید د سولي خبري بیا پيل شي. دغه خبرې د برهان الدین رباني تر وژنې وروسته په ټپه دریدلي دي.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش