د دفاع او داخلې نوي نوماند وزيران مقرر شول
۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبهطارق شاه بهرامي او ويس احمد برمک يعنې د افغانستان پخواني د دفاع او کورنيو چارو وزيران، د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ګوښه شوي دي. د افغانستان جمهوري رياست د يکشنبې په ورځ د اعلاميو په خپرولو سره اسدالله خالد د دفاع د وزير په توګه نومولی چې د اعتماد رايې تر خپلولو پورې به د سرپرست په توګه دغه دنده تر سره کوي. په ورته مهال امرالله صالح د کورنيو چارو د نوماند وزير په توګه تعيين شوی چې د دغه وزارت سرپرستي سر له اوس پر غاړه لري. خالد او صالح دواړه پخوا د افغانستان د ملي امنيت يعنې د دغه هېواد د استخباراتي سازمان مشران پاتې شوي دي.
د ولسمشر وياند، شاه حسين مرتضوي په دې اړه د جمهوري رياست په ويبپاڼه او ټولنيزو رسنيو کې اعلاميې خپرې کړې دي. په دغو اعلاميو کې راغلي دي: «په پارلماني چارو کې د دولت وزير موظف دی چې ياد کانديدان د اساسي قانون د يو نوي يمې مادې د ۳ فقرې د صراحت د رعايت په موخه او د تائيد رايې د تر لاسه کولو په پار د ولسي جرګې ملي شورا ته معرفي کاندي.»
دواړه نوماند وزيران چې سر له اوس د يادو وزارتونو سرپرستان مقرر شوي دي، په دې مشهور دي چې پر پاکستان د سرسختو انتقاد کوونکو له جملې څخه ګڼل کيږي.