1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له ماتې سره القاعدې د جهاد غږ پورته کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د القاعدې شبکې مشر پر خپلو پلویانو غږ کړی چې په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستل کیدو پر ضد د دې هیواد پر ضد جګړه پيل کړي. شنونکي فکر کوي چې القاعده د خپل اصلي رقیب یعنې داعش د ورکیدو له فرصت څخه ګټه پورته کوي.

https://p.dw.com/p/2xtjk
Syrien al-Qaida in Aleppo
انځور: picture-alliance/Pacific Press/I. Khader

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري، په یوه ثبت شوي پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ویلي چې بیت المقدس ته د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د لیږد پریکړه په  واضح توګه د عصري صليبي جګړو ریښتیني څیره را بربنډه کړه. د القاعده شبکې په دې ثبت شوي پیغام کې همدا راز ویل شوي چې د امریکا پر وړاندې چپه خوله پاتې کیدل هیڅ نتیجه نه ورکوي او د مقاومت یوازینی لار د جهاد غږ دی.

د کلفورنیا په پوهنتون کې د منځني ختیځ د چارو د کارپوه ایان اوکسنیواد، په حواله تر اوږدې مودې وروسته د القاعدې د چوپتیا ماتیدل د دغې ډلې د ستراتیژي بدلون ښيي. اوکسنیواد زیاتوي: «که چیرته په مسلمان میشته هیوادونو کې د امریکا ضد دښمني نرمه هم وي، هغوی چې سخت دریځي ته مخه کوي تر ډیره پورې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ځای القاعده شبکې غوره ګڼي.»

د نوموړي په وینا دغه څه په داسې حال کې هم صورت مومي چې اسلامي دولت ډلې له ډیرو اسلامي  خوځښتونو څخه ګڼ شمیر کسان را جلا کړي دي.

د کلفورنیا په پوهنتون کې د منځني ختیځ د چارو د کارپوه ایان اوکسنیواد، له پاره د ایمن الظواهري د جهاد تازه غږ په دې معنی ده چې دغه ډله په سوریه او عراق کې د داعش ډلې تر سختې ماتې وروسته اوس په دې هڅه کې ده چې ځان یو ځل بیا مطرح کړي. داعش یا د اسلامي دولت ډلې یو وخت د عراق او سوریې پراخې برخې تر خپل کنترول لاندې نیولې وې.

د کلفورنیا د پوهنتون دغه کارپوه وايي چې د القاعده شبکې له پاره همدا ډیر مناسب فرصت دی چې ځان بیا را ژوندی کړي. د هغه په وینا القاده کولی شي چې په اروپا کې د نویو مرکزونو یا حجرو پر جوړولو سربیره د داعش ډلې پخوانۍ شبکې او ستراتیژي د خپلې شبکې یوه برخه وګرځوي. هغه په دې باور دی چې په دې توګه القاعده شبکه کولی شي چې له موقع څخه د ګټې اخیستلو له لارې د خپلې ډلې له پاره جلب او جذب په ښه توګه پر مخ یوسي.

Eiman al-Sawahiri und Osama bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf

په ۲۰۱۴م کال کې د داعش ډلې تر ظهور وروسته، القاعده شبکې یو ځل بیا د ځان د مطرح کولو هڅې پیل کړې. دغه ډله تر ډیره پورې په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ او د دوی له سیاست سره مخالفت کوي. دوی په دې سیمه کې د امریکا د فعالیت له امله د خلکو په منځ کې خپل ملاتړ پیدا کوي او اوس د فلسطین د وضعیت څخه په ګټه اخیستنې د جهاد اعلان هم د دې ډلې د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د امریکا په واشنګټن کې د منځني ختیځ  د سیاست په برخه کې د تحریر انتستیوت او د «داعش: د ترهګرۍ پوځ» تر نامه لاندې د کتاب لیکوال حسن حن، هم په دې باور دی چې القاعده شبکه هم په سیمه کې د داعش یا اسلامي دولت د ورکیدو او یا کمزوریدو څخه ګټه پورته کوي او غواړي چې د نړیوال جهاد د سرلکښر په توګه د نړۍ په نقشه کې بیا ظهور وکړي.

خو دا لا روښانه نه ده چې د القاعده شبکې دغه ستراتیژي به عملي بڼه غوره کړي او که نه. د بیلګې په توګه په سوریه کې د القاعدې شبکې یوه اصلي څانګه چې یو وخت یې د ټول هیواد په کچه فعالیت کوه په دې وروستیو کې په یوې داسې ډلې بدله شوي چې یوازې په شمال غرب کې په یوې کوچنۍ ساحه کې فعالیت کوي.

زموږ له آرشیف څخه: