د خوږې بورې په اړه ترخه حقايق
بوره خوږه ده، خو صحت ته زيان اړوي. په نړۍ کې د بورې خوراک په ډېرېدو دی. د روغتيا د سازمان په خبره بوره د بېلابېلو ناروغيو د راټوکېدو سبب ګرځي.
بوره د جاغښت باعث ګرځي
بوره په بدن کې ډېر ژر په وازده بدليږي. د بورې د فروکتوس مالکيول بيا د ينې يا ځيګر د پړسېدو باعث ګرځي. دا خپله بيا د اينزولين هورمون پر فعاليت تاثير لري. په پايله کې کېدای شي له دې لارې سړي ته د شکرې ناروغتيا پيدا شي.
بوره کېدای شي عمل وګرځي
په چاغانو کې بوره د نشه يي موادو په څېر تاثير لري چې په مغزو کې بيا دوپامين خوشې کيږي. خپل ځان وازمويئ. که تاسو ۱۰ ورځې له بورې څخه پرهيز وکړئ او بيا درته سرخوږی، عصبانيت او د خوږو د خوړلو ډېره لېوالتيا پيدا شي، نو روږدي شوي ياست.
بوره د کولمو پر ګټورو بکترياو ناوړه تاثير لري
په کولمو کې مېشتې ګټورې بکترياوې په هضم کې مرسته کوي او سړی له مضرو بکترياوو څخه ژغوري. هر څومره زياته بوره چې هضمي جهاز ته ورشي، نو ناروغونکي عناصر هم ورسره ډېريږي. بوره په دې ترتيب د خېټې د پړسوب، باد او قبصيت باعث ګرځي.
بوره د سړي معافيتي سيستم تضعيفوي
ډېره بوره معافيتي سيستم کمزوری کوي. بوره د ويټامين سي کچه راټيټوي او د التهاب باعث کېدای شي وګرځي. د التهاب په پايله کې کېدای شي نورې ناروغۍ راوټوکيږي.
بوره په سرطان د اخته کېدو خطر ډېروي
سرطاني حجرې د ډېرېدو له پاره ډېرې بورې ته اړتيا لري. د هاروارد پوهنتون د طبي څانګې څېړونکو د پروفيسر لويس کېنټلي په مشرۍ اټکل کوي چې ډېره بوره د سرطان راټوکېدلو ته لاره هواروي. کېنټلي د لږې بورې د خوړلو توصيه کوي.
بوره د ژر زړېدو باعث ګرځي
د پوستکي جوړښت هم تغيير خوري. د بورې ماليکيولونه د پوستکي د انساجو د شخېدلو پايله لري. له دې کبله زهرجن مواد په پوستکي کې پاته کيږي. له دې طريقه د سړي پوستکی يا جلد ژر زړيږي.
بوره سړی ډېر راپاروي
هغه انسانان چې ډېره بوره خوري د تاوتريخجنو پېښو د تر سره کولو احتمال يې هم ډېر دی. ډاکټران وايي چې ماشومان د ډېرې بورې په خوړلو سره پر يوې موضوع د تمرکز ستونزې لري، ژر راپاريږي او آرام نه شي کښېناستلی.
بوره د الزهايمر له ناروغۍ سره مرسته کوي
ځينې څېړني وايي چې بوره په الزهايمر مرض د اخته کېدو خطر هم ډېروي. په ۲۰۱۳ کال کې يوې څېړنې وښودله چې په وينه کې د بورې د کچې ډېرښت او د اينزولين سره يو ډول حساسيت د اعصابو د بېلابېلو ناروغيو د راټوکېدلو لامل ګرځي.