د خوب په اړه پنځه مهم معلوماتي ټکي
۱۳۹۸ تیر ۵, چهارشنبهآیا د خوب په وخت کې هم مغز او بدن کار کوي؟
انسانان په اوسط ډول د خپل عمر یو پر دریمه برخه په خوب کې تیروي. آیا دا د وخت ضایع کول دي؟ نه، په بشپړ ډول برعکس! حتی په هغه وخت کې چې خوب وينو زموږ بدن په ستونزمن کار بوخت وي.
د خوب یو پړاو «د سترګو له تیز حرکت سره خوب» (REM) نومیږي چې په هغې کې بدن د ژور خوب په حالت کې وي، خو د بدن غبرګون هغه وخت ته چې سړی پکښې ويښ وي ډیر نږدې دی. د بیلګې په توګه نبض او د وينې فشار زیاتیږي.
د خوب پړاونه په هرو۹۰ دقیقو کې یو وار بدلیږي. په ژور خوب کې زموږ بدن لکه د یوه کمپیوټر په شان چې په پټه خپل پروګرامونه ابډیټ یا نوي کوي فعالیت کوي. په دې پړاو کې بدن د بیارغونې له پاره هورمونونه ترشح کوي او د خپل دفاعي سیستم په فعالولو مشغول وي، څو زموږ دفاعي حجرې وکولی شي په لنډه موده کې د ویروسونو او بکتریاو پر وړاندې مقابله وکړي. همدا دليل دی چې ناروغان ډیر خوب ته اړتیا لري.
د سترګو له تیز حرکت سره د خوب (REM) په پړاو کې زموږ مغز هر هغه څه یا پيښې چې په ورځ کې رامنځته شوي دي ارزوي او کار پرې کوي او په دې ترتيب سره د راتلونکي ورځي د لنډ مهاله حافظې له پاره یوه خالي فضا رامنځته کیږي.
له همدې امله موږ خوب وینو، خو ضروري نه ده چې زموږ خوب لیدل دې له هغه څه سره ارتباط ولري چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پيښ شوي دي. موږ کله نا کله داسې عجیب و غريب خوبونه وينو چې زموږ له ژوند سره هیڅ ارتباط نه لري. د بیلګې په توګه که خوب وينئ چې پر یوه غښتلي حیوان باندي سپور یاست او یا په یوه ځانګړي پلټونکي مامور بدل شوي یاست او یو څوک تعقيبوئ؛ دا د دې له پاره ده چې ستاسي مغز غواړي هغو برخو ته تمرين ورکړي چې بې له دې په بل صورت کې ترې استفاده نه وي شوې.
بې له خوبه زموږ بدن او مغز هغه کاري ساعتونه له لاسه ورکوي چې ډیر سخت ورته اړتیا لري.
څو ساعته خوب ته اړتیا لرو؟
دا موضوع د انسان په سن پوري اړه لري. د امریکا د خوب ملي بنسټ د نوي زیږیدلو ماشومانو له پاره له ۱۴ څخه تر ۱۷ ساعتونو پوري د خوب سپارښتنه کوي.
د لومړني ښوونځي زده کونکو ته له ۹ څخه تر ۱۱ ساعته خوب او د لویانو له پاره له ۷ څخه تر ۹ ساعته خوب سپارښتنه کیږي. البته دا یوازې سپارښتنه ده هر انسان د خوب مختلفې اندازې ته اړتیا لري. خو په هر حال لویان باید هیڅکله هم په شپه کې تر۶ ساعتونو لږ خوب و نه کړي.
بل لور ته داسې کسان هم شته چې فکر کوي په ورځ کې۱۰ ساعته خوب هم ورته کفایت نه کوي. په هر کار کې اصراف یا زیاتوالی ښه نه وي. که له ۱۰ ساعتونو څخه ډیر خوب ته اړتیا لرئ، څو ښه احساس ولرئ، شاید د خوب کیفیت مو ښه نه وي. په کیمرج پوهنتون کې د څيړونکو ارزونه ښيي چې په هغو کسانو کې چې په یوه شپه او ورځ کې تر ۸ ساعتونو زيات ویده کیږي د مغزي سکتې خطر ډیریږي.
بې خوبي کومې پایلې لرلی شي؟
په یوه علمي روغتیايي څیړنه کې داوطلبه کسان ۱۰ ورځې ویښ یا بیداره وساتل شول. بدن چې هر څومره بې خوبه کیږي ستونزې یي په هم هغه اندازه ډيریږي: د بدن د حررات درجه او د تمرکز کچه کمیږي، د خپل شاوخوا چاپیریال په اړه بې تفاوته کیږو او د خپلې هغه توانايي او حرکتونو مهارتونه چې لرو یي یوه برخه يې په بشپړه توگه او یا یي هم تر یوې اندازې له لاسه ورکوو.
د بې خوبۍ په دویمه شپه د غبرګون د کمیدو کچه له هغو کسانو سره د پرتلې وړ ده چې په وينه کې یي ۰،۸۵ سلنه الکهول اندازه شوي وي.
کوم شیان د خوب مخه نیسي؟
ځیرک (سمارټ) تلیفونونه باید ماښام هر څومره ژر چې ممکن وي خاموشه کړای شي او هیڅکله یي د خوب بستر ته له ځان سره مه وړئ. ډیر خلک په دې اصولو پوهیږي، خو لږ یي بیا عملي کوي.
د مبایل آبي رنګه رڼا خوب تښتوي او د دې سبب کیږي چې سترګې مغزو ته ووایي چې بیداره پاتي شي او لږ ملاتونين هورمون تولیدیږي. دا هورمون د آرامه او منظم خوب په برخه کې مهم نقش لوبوي.
سربیره پر دې کله چې موږ ایمیل لیکو او یا هم په ټولنیزو شبکو کې خپل پروفایل نوی کوو زموږ پر ذهن فشار زیاتیږي او فعاله ذهنونونه د ويده کیدو له پاره ډیر وخت ته ضرورت لري.
الکهول او کافئین هم بیدیدل ستونزمنوي. سپارښتنه کیږي چې د وروستۍ قهوې او خوب د وخت ترمنځ باید لږ تر لږه ۶ ساعته فاصله موجوده وي. ډیر غږونه او په کوټه کې رڼا هم بیدیدل ستونزمنوي.
څنګه کولی شو ښه خوب وکړو؟
په دې اړه مخکې توضیحات ورکړل شول چې موبایل تلیفون باید د خوب کوټې ته له ځان سره وې نه سو. سربیره پر دې په کوم ځای کې چې ژوند کوو باید د خوب کوټې، د کار ځای، د ناستې ځای او تلویزون د نندارې ځای ترمنځ سرحد په بشپړ ډول مشخص وي.
هغه کسان چې د خوب وختونه یې (د اونۍ د پای په شمول) مشخص وي او هغه عملي کوي، په اسانۍ سره ویده کیږي. بالښت او توشک هم د ښه خوب په برخه کې مهم رول لري.
سربیره پر دې د خوب کوټه باید تیاره وي، غالمغال یا غږونه پکې نه وي او د تودوخي درجه پکې له ۱۶ او ۱۸ څخه زیاته نه شي. په دې صورت کې د یوه ښه خوب له پاره ټول اړين شرایط برابر شوي دي: تاسې هم ښه خوب ولرئ.
Carla Bleiker/sn/nz
په همدې اړه زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: