د خاپوړنو (خزنده) ژويو حيرانوونکې نړۍ
په نړۍ کې اوسمهال ۱۱ زره ۵۰۰ د خاپوړنو يا خزنده ژويو ډولونه شته. هغه ډېر بېلابېل شکلونه او رنګونه لري او ځانونه له چاپېريال سره ښه عيارولی شي. که هغه دښتې، باراني ځنګلونه او يا سمندر وي چې دوی په کې ژوند کوي.
ډېر کوچني دي، خو لوی کشف دی
بروکېسيا نانا د نړۍ د تر ټولو کوچني خاپوړن ژوي نوم دی. هغه د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې ايله وموندل شو او يوازې ۱۳،۵ تر ۱۹ ملي متره لوی والی لري. رنګونه يې داسې دي چې د ځنګل په ځمکې باندې تقريباً هيڅ نه معلوميږي. دغه ژوی د ماداګسکار په يوه ګوښه سيمه کې ژوند کوي.
ځان له چاپېريال سره بشپړ عيارول
دغه کوچنی کربوړی مو ليدلی دی؟ هغه شين (زرغون) رنګ لري او پر يوې پاڼې باندې ګرځي. دغه ژوي د هند د سمندر په ټاپوګانو او ماداګسکار کې موندل کيږي.
مه رانژدې کېږئ!
دغه اغزن شيطان نومی خاپوړن ژوی په ټول بدن باندې زخې او اغزي لري. دغه کربوړی يوازې په آستراليا کې ژوند کوي چې له وچو سيمو سره يې ځان عيار کړی دی.
زه ستا له تصوره لا ډېر غټ يم!
دغه پيغام دا کربوړی په دې ورکوي چې د غاړې په اوږدو کې خپل پوستکی پړسوي او په دې سره ښکاريان يا نور سيال ژوي وېرول غواړي. دغه ژوي يوازې په آستراليا او نوي ګيني کې ژوند کوي.
د رنګونو اصلي استاد
غه ډول ژوي هم په ماداګاسکار کې ژوند کوي. دغه رنګ بدلوونکی ژوی کاميليون بلل کيږي چې رنګونه يې له خړ تر شنه او ګلابي رنګونو پورې رسيږي.
ښکرور کاميليون
دغه ډاينوسار ته ورته درې ښکرونه لرونکي ژوی ۳۸ سانتي متره اوږدوالی لري. دغه ډول کاميليون ژوي د ختيځې افريقا په غرنيو ځنګلونو کې پيدا کيږي.
د ګالاپاګوس ټاپوګانو لوی کربوړی
د ګالاپاګوس ټاپوګانو دغه غوټه وهونکی کربوړی تر ۳۰ دقيقو پورې تر اوبو لاندې پاتې کېدای شي. په دغه وخت کې يې د زړه ضربان په دقيقه کې تر ۱۰ ځله غورځېدو پورې راټيټيږي. پوستکی يې تور دی چې له کبله يې په لمر کې ځان ژر بېرته تودولی هم شي.
لويه اژدها
تر ټولو ستر ژوندی کربوړی تر ۷۰ کيلوګرامو پورې وزن لري. د کومودو اژدها په نوم دغه ژوی حتی غرڅه او وحشي سرکوزي ښکار کولی شي. تر ټولو خطرناکه وسله يې زهرجنې لاړې (ناړې) دي چې د وينو د لخته کېدو مخه نيسي. دغه اژدها ته ورته کربوړی يوازې د اندونيزيا په وړو ټاپوګانو کې ژوند کوي.
ښکار ته په انتظار
د شنو چايو پيتون نومی دغه مار د ونو په څانګو کې د ۲۵ مترو په ارتفاع ژوند کوي. هغه ځان په ونو کې پټوي او خپل ښکار ته وار کوي. دغه شنه (زرغون) ژوي د آستراليا په شمال او نوي ګيني کې ژوند کوي.
وړوکی سر، خو لويه ژامه
د هګيو خوړونکی دغه مار کوچنی سر لري، خو د ژامې په اوږدو پوستکی يې داسې ارتجاعيت لري چې درې تر څلور چنده اوږدېدی شي. دغه مار د کټه يا غټې ګوتې په اندازه پلن دی، خو د چرک يوه هګۍ تر ستوني تېرولی شي. هغه د صحرا سويلي خوا ته په پرته افريقا کې اوسيږي.
له چاپېريال سره ځان عيارونکی کيشپ
دغه کيشپ د سويلي امريکا په اوبو کې ژوند کوي. هغه د خپل رنګ او بڼې له کبله په دغو اوبو کې تقريباً نه ليدل کيږي او له خپل چاپېريال سره يې ځان ښه عيار کړی دی.