1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خاشقجي قضيه؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزير سعودي ته تللی

۱۳۹۷ مهر ۲۴, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د سه شنبې په ورځ سعودي عربستان ته رسیدلي چې د دې هیواد له چارواکو سره په استانبول کې د امریکا میشته سعودي خبریال جمال خاشقجي، د لا درکه کیدو په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/36c95
Saudi-Arabien Riad Ankunft US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: Getty Images/AFP/L. Millis

ترکي چارواکو پر سعودي عربستان باندې تور لګولی دی چې جمال خاشقجي یې په استانبول کې د دې هیواد په قنسلګري کې وژلی دی. ریاض تر اوسه پورې دغه تور رد کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د سه شبنې په ورځ سهار وختي سعودي عربستان ته ورسید چې سمدستي له پاچاه سره وويني او د خاشقجي د لادرکه کیدو له کبله د رامنځ ته شوي کړکیچ په اړه خبرې وکړي. د پمپیو هرکلی د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وکړ. دواړ رسنیو ته څه و نه ویل.

ترکي چارواکو په ډاکه کړې ده چې انديښنه لري چې خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې وژل شوی او بیا ټوټه ټوټه شوی دی. تر دې مخکې سعودي چارواکو دغه تورونه بې اساسه بلل خو د سه شنبې په ورځ امریکایي رسنیو خبر وکړي چې ښايي سعودي چارواکي ومني چې جمال قاشقجي، د دې هیواد په قنسلګري کې وژل شوی دی.

په عین حال کې یو شمیر ترکي کارپوهانو په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې خپلې څیړنې پای ته رسولې دي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دغه څیړنه کې کوم شواهد موندل شوي دي او که نه.

Istanbul Saudischer Journalist Khashoggi betritt Konsulat von Saudi-Arabien
خاشقجي د اکتوبر په دوهمه نیټه په استانبول کې د ایران قونسلګرۍ ته ننوتی او له هغې راهیسې لادرکه دی.انځور: Reuters TV

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، بیا له پاچا سلیمان سره تر خبرو وروسته، خپل د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته واستاوه. ترمپ پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي وویل چې جمال خاشقجي، کیدای شي «پر خپل سر عمل کوونکو قاتلينو» وژلی وي.

خو په سعودي عربستان کې ټولې پریکړې د شاهي کورنۍ له خوا کیږي. د پلان له مخې به پمپیو د سه شبنې به ماښام له ولیعهد محمد بن سلمان سره ووینی. خاشقجی په واشنګټن پوسټ کې پر محمد بن سلمان باندې نیوکې کړي وي.

په ایوراشیا ګروپ کې د شمالي افریقا د چارو مشر ایهم کامل، وویل: «د پردې تر شا روانې هڅې پر دې متمرکزې دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د یوه دیپلوماتیک کړکیچ مخه ونیسي او دا هڅې پر دې توانیدلي دي چې د ترینګلتیا د کمولو پر لور لاره ومومي.»

هغه زیاته کړه: «ریاض باید د دې خبریال د لاردکه کیدو له پاره یو ډول وضاحت ورکړي، خو دغه وضاحت باید داسې وي چې د سعودي عربستان رهبري له هغوی ادعاوې لیري کوي چې د دغه خبریال د وژلو پریکړه د حکومت د لوړپوړو چارواکو له خوا نیول شوې وه.»

د CNN تلویزن ویلي دي چې ښايي سعودي عربستان دا ومني چې جمال خاشقجي وژل شوي خو هغوی به ټینګار وکړي چې د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد له دې وژنې خبر نه وو. خو کارپوهان ټینګار کوي چې په سعودي عربستان کې دغه ډول پریکړې د پاچا، ولیعد له تائید پرته نه شي کیدای.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د سعودي عربستان د استخباراتي سازمان یوه چارواکي چې محمد بن سلمان ته نزدي ګڼل کیږي، د خاشقجي د وژنې امر ورکړی دی. د دې رپوټ په حواله سلمان له جمال خاشقجي څخه د تحقیقاتو او سعودي ته د هغه د راوستلو امر کړی وو خو استخباراتي چارواکي غوښتل چې ځان ثابت کړي او په دې اقدام یې لاس پورې کړی. دواړه رپوټونه د داسې سرچینو په حواله ورکړل شوي چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي.

سعودي چارواکو په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.