1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حوثي یاغیانو په توغندیز برید کې ۷۵ یمني پوځیان وژل شوي

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

په یمن کې د یوه برید په ترڅ کې د ۷۵ تنو سرتیرو د وژل کیدو پخلی شوی دی. دغه یمني پوځیان پر یوه جومات د توغول شوي توغندي د لګیدو په پایله کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3WQhw
Jemen,  Dhamar: Gefängnisruine nach Luftangriff
انځور: picture-alliance/M. Mohammed

د یمن پوځي او روغتیایي سرچینو تائیده کړې ده چې د یوه توغندیز برید په ترڅ کې یو جومات په نښه شوی دی. دا برید د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۹ نیټه) سهار هغه وخت شوی دی چې پوځیان د لمانځه د ادا کولو له پاره په جومات کې سره راټول شوي وو. دا برید د یمن په مرکزي ولایت مارب کې پر یوه جومات باندې شوی دی.

د مارب روغتیایي سرچينو په دې برید کې د ۷۵ تنو سرتیرو وژل کیدل تائید کړي دي. د یمن د پوځي چارواکو په حواله توغندی حوثي یاغیانو توغولی وو. د یو شمیر پوځیانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. تر وروستیو خبرونو پورې د مرستندویانو کار روان وو. د تلفاتو د زیاتیدو ویره هم ښودل شوې ده.

د ملګرو ملتونو له خوا د یمن په رسمیت پيژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي هم دغه برید غندلی دی او دا یي «یو بزدلانه او ترهګریز عمل» بللی دی. نوموړي په خپله بیانیه کې دا هم ویلي دي چې له دې برید څخه معلومیږي چې حوثي ملیشه د امن هیله نه لري او یوازې پر ویجاړۍ او وینې تویونې باور لري.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ:

حوثي ملیشه و د دې برید په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی. له عدن څخه دولتي خبري آژانس صبا هم د تلفاتو په اړه وروستي ارقام نه دي خپاره کړي. حوثي یاغیانو مخکې تر دې د سعودي عربستان پر خاوره هم بالستیک توغندي توغولي وو.

له ۲۰۱۴م کال راهیسې د یمن شخړه روانه ده او په هغه وخت کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي ملیشه و پر پلازمېنې صنعا کنترول ترلاسه کړی وو. حوثي یاغیان د ایران له ملاتړ څخه هم برخمن دي. د دې پر ضد سعودي عربستان یو پوځي ائتلاف هم رامنځته کړی دی او د ۲۰۱۵م کال راهیسې یې د بریدونو لړۍ پیل کړی ده.

منصور هادي په ښکاره ډول د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن دی او د عدن بندري ښار یې خپله پلازمېنه ګرځولې ده. متحده عربي امارات هم د منصور هادي مالي او پوځي ملاتړ کوي او دغه هیواد هم له سعودي عربستان سره په پوځي ائتلاف کې شامل دی.

د سعودي عربستان په مشری پوځي ائتلاف د ځمکې او هوا له لارې حوثي یاغیان په نښه کوي، خو تر اوسه پورې دغو ملیشه و ته د ماتې ورکولو په برخه کې پاتې راغلی دی. د یمن په شخړه کې تر اوسه پورې په زرګونو کسان وژل شوي او په لسګونو زرو نور ټپیان شوي دي.

آژانسونه/ ش.ن/ن.ص