1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حوثي ياغيانو ټپيان عُمان ته انتقاليږي

۱۳۹۷ آذر ۱۲, دوشنبه

په یمن کې د سولي د خبرو اترو له پاره د اعتماد جوړني په نیت د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف اجازه ورکړه چې د ملگرو ملتونو په مرسته د حوثي یاغیانو۵۰ ټپیان عُمان ته د درملني له پاره انتقال شي

https://p.dw.com/p/39Jkd
Jemen Konflikt - UN-Flugzeug - Hilfe
انځور: picture alliance / dpa

ملگرو ملتونو  د سعودي عربستان په مشرتوب  پر پوځي ائتلاف او حوثي یاغیانو فشار راوستی چې د پلان شوو سولي خبرو اترو تر پیل مخکې یو پر بل باندې د اعتماد جوړني له پاره یو لړ اقدامات وکړي.

د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف اعلان وکړ چې نن دوشنبه (۲۰۱۸  کال دسمبر دریمه) د ملگرو ملتونو په یوه کرايي الوتکه کې ۵۰ ټپي حوثي یاغیان د یمن له پلازمینې صنعا څخه د عُمان پلازمینې مسقط ته د درمنلي له پاره لیږدول کیږي.

د سعودي عربستان دولتي میدیا په رپوت کې راغلي دي چې  پر دغه اقدام د «بشري» ملوحظاتو له امله د ملگرو ملتو د ځانگړي استازي، مارتین گریفیتس په سرپرستۍ په سویدن کې د پلان شوو خبرو اترو په درشل کې، لاس پوري شوی.

Jemen | Huthi Rebellen
انځور: picture alliance/dpa/Y. Arahab

په یمن کې د نوموړي پوځي ائتلاف یوه ویاند هم د ملگرو ملتو په منځگړتوب دغه بشري کار د اعتماد جوړني په نیت یو اقدام وگاڼه. د سعودي عربستان د خبري اژانس د رپوټ له مخې د دغه پوځي ائتلاف ویاند، ترکي الملکي وویل چې «د روغتيايي درملنې په مقصد پوځي ائتلاف د ملگرو ملتو د ځانگړي استازي، گرفیتس له غوښتني سره موافقه وکړه» چې دغه ټپیان له یمن څخه د هوا له لارې عُمان ته ولیږدول شي. له دغو حوثي یاغیانو سره د ملگرو ملتونو یو ډاکتر او درې نور یمني ډاکتران ملتیا کوي.

حوثي یاغیان د سولې پر خبرو اترو شک لري

د یمن د سولي له پاره پلان شوي خبرې اترې د ملگرو ملتو په مينځگړیتوب دایریږي. ملگرو ملتونو تراوسه پورې کومه دقیقه نیټه اعلان کړې نه ده. په دې اړه یوه هڅه په سپتمبر کې وروسته له هغې ناکامه شوه چې حوثي یاغیان په ژنیو کې پلان شوې غونډې ته حاضر نه شول. د یمن له حکومتي سرچینو څخه اوریدل کیږي چې په «همدې اوونۍ» بايد دغه خبرې اتري پیل شي.

تراوسه پورې د جگړې هیڅ یوه اړخ هم په خبرو کې د گډون اعلان نه دی کړی. امریکا متحده ایالاتو د سپتمبر په پیل کې د کړکیچ پر ټولو اړخونو فشار زیات کړ او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو اترو ته باید سره کښیني او د یمن څه د پاسه درو کلونو راهيسي خونړۍ جگړه ختمه کړي.

د حوثي یاغیانو یو ویاند د سولي د پلان شوو خبرو اترو د نتایجو په هکله شک څرگند کړی دی. د دغو یاغیانو ویاند، محمد عبدالسلام وویل: «له هغه چا سره خبري هیڅ گټه نه لري، څوک چې پر پوځي تیريو تکیه لري او پر خپلو ژمنو ټینگ نه  پاتيږي.» هغه دغه راز د یمن له پاره د ملگرو ملتو پر ځانگړي استازي، مارتین کریفیتس هم نیوکه وکړه چې لا تراوسه نه دی توانیدلې د اړخونو ترمنځ د اعتماد یو فضا رامنځ کړي.

یمن له بشري ناورین سره مخامخ دی

نړیوال بشري سازمانونه هڅه کوي چې د یمن خونړي کړکیچ ته چې خلک اوس د قحطی او لوږې سره هم مخامخ دي، د حل لاره پیدا کړي. د هغوی د ویناو له مخې له نړیوالو مرستو پرته د یمن خلک د نابودي پاڼ ته برابر شوي دي.

Hungersnot im Jemen
انځور: Reuters/K. Abdullah

یو بیلگه یې د صنعا یو ښونځی دی چې زده کوونکو ته خوراک او څښاک برابریږي. د «اومهاني» په نامه د نجونو په ښونځي کې د هر زده کوونکې له پاره دوې وچې ډوډۍ په پام کې نیول شوي دي. یوه زده کوونکي وايي: «زما پلار کار نه لري. که دا ښونځی نه وای نو زه به له لوږې مړه شوې وای. مننه له دې ښونځي څخه.»

د صنعا د دغه ښونځي مدیره وايي: «د بې وزلۍ لمن وار په وار پراخیږي. موږ له دې مخکې د ورځي۳۰ تر۴۰ زده کوونکو ته خوراک چمتو کاوه اوس د هغوی شمیر۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې رسیدلی دی.»

له ۲۰۱۴م کال راهيسي کله چې حوثي یاغیانو د پلازمېني صنعا د نیولو له پاره جگړه پیل کړه تر اوسه پورې څه د پاسه۱۰ زرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ۲۰۱۵م کال په مارچ کې د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف د دغو یاغیانو پرضد په وژونکو هوايي عملیاتو لاس پوري کړ، هغه عملیات چې د بشري حقونو د ډلو له خوا د یو زیات شمیر ولسي وگړو د مرگ ژوبلو په خاطر تر نیوکو لاندې نیول شوي دي.