1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس استازو د اوربند په هکله وروستی وړاندیز مثبت بللی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

مصر ته د حماس د سختدریځي ډلې د هیئت تر رسیدو لږ مخکی د فلسطينيانو د دغه سازمان یوه جګپوړي استازي د روغې جوړې له پاره د اسرائيل د وروستي وړاندیز په هکله مثبت نظر وړاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/4fHy1
Gazastreifen Rafah | Palästinenser auf Kutsche nach Wiederaufnahme der israelischen Angriffe
انځور: Ahmed Zakot/SOPA Images via ZUMA/dpa/picture alliance

د حماس د وسله والې ډلې د سياسي څانګې مرستیال مشر خليل الحيه، د یکشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د متن په هکله «هیڅ ډول کومه لویه ستونزه» نه ده تر سترگو سوې.

حماس وسله وال ډله چې پر امريکا، آلمان او اروپايي ټولنې سربیره د يو شمير هېوادونو له خوا د ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندي شوې، غواړي د دوشنبې په ورځ د مصر د استخباراتو له کارکوونکو سره د یوې لیدنی کتنی پروخت، د غزې په تراډه کې د اوربند په هکله د نوموړي وړاندیز او یرغمل سوو کسانو د آزادیدو په هکله خپل ځواب وړاندې کړي.

د حماس دې استازي چې مصر ته د تللي هئيت مشري هم کوي، زیاته کړې: «فضا مثبته ده، خو که د اسرائيل له خوا نوي خنډونه رامنځ ته نه شي.»

Khalil al-Hayya
د حماس د وسله والې ډلې د سياسي څانګې مرستیال مشر خليل الحيهانځور: Khalil Hamra/AP Photo/picture alliance

د یوه اوربند او د حماس له خوا د يرغمل شويو د خلاصون په هکله خبرې اترې له میاشتو راهیسي دوام لري. د امریکا متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځگړیتوب د اسرائيل او حماس ترمنځ د تفاهم په نتیجه کې د نومبر په آخره کې د یو اونیز اوربند په ترڅ کې شاوخوا سل یرغمل سوي کسان د فلسطیني بندیانو په مقابل کی آزاد کړای سول.

د تراوسه پورې دغو خبرو اترو یو مهم ټکی دا وو چې فلسطیني سازمان د نورو ترڅنگ د یوه «دوامدار اوربند»غوښتنه کوله، هغه څه چې د اسرائيل له خوا رد کیدل.

لکه څنگه چې د امریکا متحده ایالاتو د «اکسيوس» په نوم خبري پورتال د اسرائيل د دوو حکومتي استازو په حواله رپوټ ورکړی دی، حماس ته د اسرائيل په نوي وړاندیز کې دا هم شاملیږي چی د غزې په تراډه کې دې «د دوامدارې سولې» په هکله خبري اترې ترسره سي. د رپوټ په حواله دا لومړی ځل دی چې د اسرائيل حکومتي استازي به د جگړې د ختمیدو په هکله ممکنه خبري اتری هم یادې کړي.

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ په حواله، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن او د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتانیاهو، د یوې تلفوني اړيکې له لارې د «یرغمل سوو کسانو د آزادیدو په هکله روانو خبرو او د غزې په تراډه کې د سمدستي اوربند په هکله» خبري کړي دي. د یکشنبې په ورځ ویل سوي چې سربیره پردې د غزې په تراډه کې د بشري مرستو د رسولو د زیاتیدو او د نورو سرحدي لارو د پرانیستو یادونه سوې ده.

سيمې ته د بلېنکن سفر

د منځني ختیځ د وضعیت په هکله د نورو خبرو اترو له پاره د امریکا خارجه وزیر، انتوني بلینکن غواړي د چارشنبې په ورځ اسرائيل او اردن ته سفرونه وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزارت یوه استازي پرته له نورو جزیاتو ويلي چې بلینکن به سعودي عربستان ته د خپل سفر په پای کې له دغو دواړو هیوادونو څخه لیدنه وکړي.

Saudi-Arabien | Ankunft Antony Blinken in Riad
سعودي عربستان ته د بلینکن سفرانځور: Evelyn Hockstein/REUTERS

د فرانسې د خبري آژانس د یوه خبریال  په حواله، بلینکن د دوشنبې پر سهار پلازمينې ریاض ته رسیدلی دی. نوموړی غواړي هلته د اوربند په هکله هلو ځلو او د حماس له خوا یرغمل سوو کسانو د آزادیدو په هکله خبري اتري وکړي. د امریکا متحده ایالاتو په حواله به نوموړی همدارنگه د خلیج د گډ کار د شورا او نړیوال اقتصادي فورم  (WEF) په ځانگړې ناسته کی گډون وکړي. دغې ناستې ته بې شمیره دولتي او حکومتي مشران او همدارنگه د منځني ختیځ او اروپا خارجه وزیرانو ته بلنه ورکول سوې چې په هغو کې له زرغون گوند څخه د جرمني خارجه وزیره، انالینا بيربوک، هم شامله ده.

د غزې جګړه د اکتوبر پر اوومه، پر اسرائيل باندي د حماس وسله والې ډلې د یوه خونړي برید له امله رامنځته سوه. د اسرائيل په حواله په دغه برید کې ۱۱۷۰ انسانان ووژل سول او د غزې په تراډه کې شاوخوا ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول سول، همدارنگه ۱۲۹ تنه نور لا هم د حماس تر کنترول لاندي دي او د پوځ په حواله له هغو څخه ښایی ۳۴ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

 د حماس د برید په وړاندي د غبرگون په توگه اسرائيل له هغه راهیسي د غزې په تراډه کی په پراخو پوځي اقداماتو سره پرمخ ځي. د حماس تر کنترول لاندي روغتیا وزارت معلوماتو په حواله چې په خپلواکه توگه نه دي تأیید سوي، څه د پاسه ۳۴ زره ۴۰۰ انسانان وژل سوي دي.    

 لکه څنگه چی د فرانسې خبري آژانس د یوه روغتون په دننه کې سرچینو له خولې ویلي دي، د غزې د تراډې په جنوب کې د رفح پر ښار د یکشنبه په ماښام د شپې له خوا د اسرائيل د هوایی بریدونو په ترڅ کی ۱۶ انسانان وژل سوي دي. د فلسطیني خبري آژانس وفا په حواله د غزې په ښار کی اوه تنه وژل سوي دي. اسرائيلي پوځ څرگنده کړې چې د غزې په تراډه کی یې «د ترهگرو په لسونو هدفونه» ویشتلي دي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

 GP/BS,Hakimi /AG