د حلب د نیولو له پاره جگړه
د سوریې څو اړخيزه کورنۍ جگړه شپږم کال ته ننوځي او د حلب ښار بشپړکنترول د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له پاره مهم گڼل کیږي. د سوریې جگړه د انځور په ژبه.
حلب تر جگړې دمخه
د بشارالاسد پلار حافظ اسد، پر دغه هیواد باندې د اظطراري سختو قوانینو په لگولو سره حکومت وکړ. ډیرو کارپوهانو اټکل کاوه چې کله حافظ اسد خپل زوی ته قدرت وسپاري نو په دې سره به یې په اصطلاح د «دمشق پسرلي» او د سیاسي اقتصادي اصلاحاتو رامنځ ته کولو ته لاره پرانیستې وي.
۲۰۱۱، په زور سره د حکومت ضد احتجاجونو ځپل
خو د اصلاحاتو پر ځای بشار الاسد د خپل هیواد د امنیتي ځواکونو په واسطه د اپوزیسیون سرکوبول غوره کړل. خو کله چې هغه هڅه وکړه چې ولسي پاڅونونه په تاوتریخوالي سره سرکوبه کړي، د هغه پر رهبري سختي نیوکي وشوې.
په ۲۰۱۲م کال کې یاغیانو د حلب ځینې برخې ونیولي
د ۲۰۱۲م کال په لومړیو کې یاغیانو د حلب ښار شمال لویدېځې څنډې تر خپل کنترول لاندې راوستې. د همدغه کال په جولای میاشتې کې د لومړي ځل له پاره پر لاریون کوونکو ډزې وشوې او یاغیانو د دغه ښار له پاره جگړه پېل کړه. د حلب بې وزله ختیځې ولسوالۍ ډیر ژر د یاغیانو لاس ته ولویدې.
په ۲۰۱۳م کال کې د یاغیانو پرمختگ
د ۲۰۱۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نیټه خلک د دې خبر تر اوریدو وروسته هر لور ته ځغلي چې یوه الوتکه حکومت ضد احتجاج کوونکو باندې بمونه غورځوي. حکومت د حما او حلب تر منځ د لوی لارې کنترول له لاسه ورکولو وروسته د بدیلي انتقالي لارې د کنترول له پاره خپله توجه د حلب سویل ته متمرکزه کړه.
د بني امیه جامع مسجد ویجاړیدل
د ۲۰۱۳م کال په اپریل میاشتې کې د بنه امیه جامع مسجد یو منار د جگړو په ترڅ کې راونړید. دغه مسجد د اتمې او دیارلسمې میلادي پیړیو په منځ کې جوړ شوی دی. د نهو میاشتو تر جگړې وروسته چې د حلب ډیری برخې یې ویجاړې کړې، یاغیانو د حلب ښار تر نیمایي زیاته برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته.
لومړني بیلري بمونه
دغه انځور هغه یو پلار ښيي چې د خپلو دوو ماشومانو پر وژل کیدو ویر کوي. یاغیانو د یوې مودې له پاره د حلب ښار بدیله اکمالاتي لاره قطع کړه او د ښار لویدیځه برخه چې د حکومت تر کنترول لاندې وه، په بشپړه توگه کلابنده شوه. پر حلب ښار باندې لومړني بیلري بمونه د ۲۰۱۳م کال په دسمبر کې وروغورځول شول.
په ۲۰۱۴م کال کې یاغیانو او حکومت خپلې مواضع ټینگې کړې
په انځور کې لیدل کیږي چې د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې په دوهمه نېټه د حلب په گاونډۍ سیمه الشار کې د ملکي دفاع غړي ماشومان ژغوري. حکومت د یاغیانو پر ضد د جېټ الوتکو او څرخي الوتکو بریدونو کې ډیرښت راوست.
په ۲۰۱۵م کال د یاغیانو پرمختگ او د روسیې مداخله
دغه انځور د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې د شپږمې نېټې دی چې د حلب سیف الدولة، ولسوالۍ کې عمومي سړک ښکاري چې پکښې د ریگو له بوجیو څخه جوړې شوې پوستې ښکاري. د سوریې په شمال ختیځ کې د یاغیانو پرمختگ حکومت تر فشار لاندې راوست.
په مسکو کې د پوتین او اسد لیده کاته
د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نېټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل سوریایي سیال بشارالاسد سره په مسکو کې ولیدل. تر هغه لږ څه وروسته په سوریه کې د روسیې له خوا لومړنی هوایي برید تر سره شو. که څه هم روسیې وویل چې ځواکونه یې د داعش پر ضد جگړه کې د پاڅون کوونکو د «سوریې د آزادي بخښونکي پوځ» ډلې مرستې کولو ته چمتو دي، خو دا یې هم وویل چې روسي ځواکونه د اسد ملاتړ هم کوي.
په ۲۰۱۶م کال د حلب کلابندي او بمباري
د روسیې مرستې سوریایانو ته ورسیدې. د مرستو پر خلتو باندې د روسیې او سوریې بیرغونه رسم ول او دا جمله پرې لیکل شوې وه چې «روسیه له تاسو سره ده.» د روان میلادي په جولای میاشتې کې حکومتي ځواکونو د لومړي ځل له پاره د حلب ختیځ په بشپړه توگه کلابند کړ. دغه کلابندي لس ورځې وروسته د یاغیانو د عملیاتو په پایله کې ماته شوه.
د حلب تخیله
د څو میاشتو د سختې بمبارۍ وروسته، چې په ترڅ کې یې څو روغتونه هم د بریدونو هدف وگرځیدل، د روسیې او سوریې حکومتونو له ملکي کسانو د ښار د تخلیه کولو غوښتنه وکړه. د دسمبر په دیارلسمه نېټه یاغیانو پر یوه اوربند او د حلب له ختیځ څخه پر وتلو موافقه وکړه. تر هغې څو ورځې وروسته اوس د ښار له ختیځې برخې څخه د ملکي کسانو د وتلو لړۍ پېل شوې ده.