د حقاني بل بريد به د امريکا او پاکستان اړيکي ډيري ترينگلي کړي
۱۳۹۰ آبان ۱۸, چهارشنبهدغي امريکايي چارواکي زياته کړې، چي امريکا اوس له دې خبري، چي پاکستان د حقاني پر ضد پوځي اقدام نه کوي نا اميده سوې ده.
« د ياغيانو لخوا يو بل لوی بريد به د دواړو هيوادونو اړيکي لا پسي خرابي کړي.»
دغه امريکايي چارواکې چي د نوم د نه ښوولو په شرط يې په اسلام اباد کي خبري کړي، په خاصه توګه ئې په وردگو او کابل کي د امريکايي ځواکونو پر اډو بريدونو ته اشاره کړې.
د حقاني ډله د جلال الدين حقاني لخوا تاسيس سوې او په ۱۹۸۰لسيزه کي ئې په افغانستان کي د روسانو په وړاندي جګړه کوله.
هغه وخت د امریکا استخباراتي ادارې ددغي ډلي سخت ملاتړ کاوه. که څه هم حقاني د طالبانو د تحريک يوه برخه ده، خو هغه او حقاني په جلا جلا توګه عمليات تر سره کوي.
د يادي امريکايي چارواکي په خبره، تمه نه کيږي، چي پاکستان به د حقاني شبکې پرضد کوم عمليات تر سره کړي. د هغې په اند، پر حقاني شبکې بايد فشار واچول سي، ترڅو دغه ډله پوه سي، چي که د کابل په شان بريدونه نور تر سره کړي، نو د هغه عواقب به هم ويني.
د پاکستان حکومت او د دغه هيواد استخباراتي شبکه تل ادعا کوي، چي د حقاني ډلي څخه ملاتړ نه کوي. پاکستان ټينگار کوي، چي د حقاني ډلي سره د دوی ارتباط يوازي ددې له پاره دی، چي له دغي ډلي څخه نور معلومات تر لاسه کړي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر، احمد شجاع پاچا، څه موده مخکي د حقاني ډلي څخه د ملاتړ په اړه ويلي وو.
« موږ هيڅ کله د حقاني شبکې ته يو پول او يا هم يوه مرمۍ نه دي ورکړې.»
پاکستان بيا د امريکا څخه په دې گيله مند دی، چي د اړتيا په وخت کي پردغه هیواد ږغ کوي، خو د پاکستان د اقتصادي او سياسي ستونزو په اړه سر نه خلاصوي.
څه موده مخکي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير هيلري کلنټن پاکستان ته د خپل سفر پر مهال وويل، چي پاکستان بايد د څو ورځو او اونيو په جريان کي د حقاني پر ضد عمليات پيل کړي.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل