1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي۷ ډله غواړي د روسېې د سرو زرو واردات ممنوع کړي

۱۴۰۱ تیر ۵, یکشنبه

د جي۷ ډله د اوکراین پر ضد جګړې له کبله د روسېې د سرو زرو پر وارداتو د ممنوعیت غوښتونکي دي. د بریتانيا حکومت په خبري اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ممنوعیت ډير ژر د روسېې پر تازه استخراج شوي کان او تصفيه شوې طلا عملي کيږي.

https://p.dw.com/p/4DGfN
Schloss Elmau G7-Gipfel 2022 - erste Arbeitssitzung
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

د روسېې د سرو زرو صادرات تر اوسه پورې له دغه اقدام څخه اغیزمن شوي نه وو. د امریکا متحده ایالاتو د حکومت په ناستو کې هم دغه اقدام تائيد شوی، چې دغه تصمیم به په احتمال سره د جي۷ یا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو تر نوبتي غونډې وروسته رسماً علان شي. 

د بریتانيا صدراعظم، بوریس جانسن وويل چې «موږ باید د پوتین له حکومت څخه مالي مجرا ګانې واخلو او زموږ متحدین دقیقاً همدغه تصمیم عملي کوي.» هغه د خپلو خبرو په ادامې ويلي دي چې «کوم تدابیر مو چې نن اعلان کړي، په مستقیمه توګه روسي الیګارشیانو ته متوجه کیږي او د پوتين د جنګي ماشين پر زړه باندې حمله کوي.»

روسيه د سرو زرو د صادراتو له بابته په لويه کچه پیسې په لاس راوړي. د روسېې د تیرکال د سرو زرو صادراتو کچه ۱۲ اعشاريه ۶ ميليارډ پونده ( شاوخوا ۱۴ اعشاريه ۶ ميليارډه يورو) ښودل شوې ده.

په جي۷ ډله کې کوم هیوادونه شامل دي او موخې ېې څه دی؟

د بریتانیا حکومت په حواله، شتمنو روسانو د وروستیو اونیو په جریان کې د سرو زرو اخیستل ډير کړی تر څو ېې په دې کار د غربي هیوادونو د تحریمونه اغیز کمزوری کړی وي. په مارچ میاشت کې د روسېې د قیمتي فلزاتو اعتبار د «لندن بلین مارکيټ» (LBMA) له خوا د تعلیق په حال کې راوستل شوي دي. لندن بلین مارکيټ د اسهامو له بازار څخه بهر د سپينو او سرو زرو د سوداګرۍ تر ټولو ستره مرجع ده.

په دغه ځای کې له ۱۹۱۹م کال راهیسې په نړیوال بازار کې د سرو زرو بیه او له ۱۸۹۷ کال راهيسې د سپينو زرو بیه ټاکل کيږي.

د یو شمیر هیوادونو مشران او د جي۷ ډلې غړي هیوادونو رهبران به، د روسېې پر ضد دغه تصمیم په اړه تر سه شنبې ورځې پورې په خپلو کې سلا مشورې کوي.

جي۷ ډله، له آلمان، بریتانیا، فرانسې، ايټالیا، امریکا متحده ایالات او جاپان هیوادونو څخه متشکله ده. د جي ۷ غړو هیوادونو د سږنۍ غونډې کوربتوب د آلمان هیواد کوي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم (07.01.2022):