1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي ۷ په پای ته رسیدو سره په چین کې د آزادې سوداګرۍ ستاینه

۱۳۹۷ خرداد ۲۰, یکشنبه

د چین ولسمشر شي جینپینګ د یکشنبې په ورځ د بیجینګ په مشرۍ په یوه ناسته کې د آزادې سوداګرۍ ملاتړ وکړ او د ځان غوښتنې او پر لنډ مهاله سیاستونو یې نیوکه وکړه. د شنګهای ناسته د جې ۷ تر ناستې په ښه وضعیت کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/2zExJ
China Gipfel Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit in Qingdao
انځور: Reuters/Sputnik/Kremlin/D. Azarov

په داسې یو وخت کې چي چین د شنګهای د ناستې کوربه دی او کاناډا بیا د جي ۷ د سترو صنعتي هیوادونو کوربه دی، نړۍ اوسمهال یوازې له یوه ګواښ سره مخ ده او هغه آزاد تجارت دی. ولسمشر شي د شنګهای غونډې په ترڅ کې په دې هکله وویل: «موږ باید د ځان غوښتنې، لنډمهاله او تنګ نظره سیاست رد کړو. موږ باید د نړیوالې سوداګرۍ د سازمان قوانین خوندي وساتو، د څو اړخیزه تجارتي سیستم ملاتړ وکړو او یو پرانیستی نړیوال اقتصاد رامنځ ته کړو.»

که څه هم ولسمشر شي په خپلو خبرو کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ یادونه ونه کړه خو بیا هم بیجینګ هڅه کړې چې د امریکا د ولسمشر له لوري د وارداتو د کنترول کولو د اقدام په ځواب کې خپل ځان نړیوالو ته د آزادې سوداګرۍ د ملاتړي په توګه ور وپیژني.

ولسمشر شي د شنهګاي د همکاریو سازمان د پرانیستلو پرمهال په خپله وینا کې په دې سازمان کې د دوو تازه غړو هیوادونو زیاتیدل هم وستایل او په سږنۍ غونډه کې یې د غړو په توګه د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي او د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین ګډون تاریخی یاد کړ. د جنوبي آسیا یادو دواړو هیوادونو تیر کال د دې سازمان پشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

د شنګهاي د غونډې له پاره نیول شوي شدید امنیتي تدابیر، بند سړکونه او د رسنیو محدود لاسرسی او د دوی اتحاد د دې ښکارندويي کوي چې دغه ناسته له جي ۷ څخه څومره متفاوته ده. د جې ۷ یا د اوو سترو صنعتي هیوادونو ناسته د شنبې په ورځ د کاناډا په کویبیک کې په داسې حال کې پای ته ورسیده چې امریکا متحده ایالات او نور متحدین یې د سوداګرۍ پر سر په وروستیو را ولاړ شوو ستونزو لا هم سره ویشلي وو.

په عین وخت کې ولسمشر ترمپ د ایرفورس ون په نامه له خپلې الوتکې څخه د یو لړ ټویټري پیغامونو له لارې د کاناډا پر لومړي وزیر جستن ترودو باندې بریدونه وکړل او هغه یې «کمزوری او بې اعتباره» یاد کړ او سربیره پر دې یې د جي ۷ له وروستي پریکړه لیک څخه د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ هم بیرته واخیست.

China Gipfel Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit in Qingdao
انځور: Reuters/Sputnik/Kremlin/M. Metzel

د شنګهای راتلونکی

خو د نړۍ په بله برخه کې د بیجینګ په مشرۍ بل اقتصادي بلاک چې د شنونکو په باور د غرب په مشرۍ د نړۍ نظم به چلنج کړي د چین او روسیې په مشرتوب مخ پر وړاندې روان دی. د شنګهای د اقتصادي همکاریو په سازمان کې قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان شامل دي او په ۲۰۰۱م کال کې رامنځ ته کړل شو. په لومړي سر کې د دې سازمان اساسي هدف په پولو کې د موټرو د تګ راتګ د ستونزو حل، له ترهګرۍ سره مبارزه او پر افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته تر ډیره بیا په منځنۍ آسیا کې د امریکا متحده ایالاتو د نفوذ مخنیوی وو.

دغه ناسته په داسې یو وخت کې صورت مومي چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت د ستراتیژۍ په ځواب چین او روسیه په خپلو کې ډیر سره نږدې شوي دي. د امریکا د ملي امنیت په دې ستراتیژۍ کې چین او روسیې ته د امریکا د دوو سترو دښمنانو په سترګه کتل کیږي.

بل لوري ته په دې وروستیو کلونو کې د شنهګای د بلاک اقتصادي عنصر هم تر پخوا ډیر غښتلی شوی دی چې په دې کې تر نور عواملو ډیر د «یوې لارې یوه کمربند» د چین ستره اقتصادي پروژه په ګوته کیږي. ولسمشر شي په دې ناسته کې همدا راز اعلان وکړ چې چین به ۴،۷ میلیارده ډالر د دې بلاک هیوادونو ته د اقتصادي لومړیتوبونو موضوع ته په کتو سره د پور په توګه ورکړي.

Russischer Präsident Putin mit chinesischem Präsdient Xi Jinping
انځور: Reuters/J. Lee

د دې ټولو سربیره بیا هم په منځنۍ آسیا کې د چین اقتصادي بسنټیزو پروژو ځینې بیا ناراضه کړي دي په ځانګړي توګه هندوستان د دې پروګرام له ملاتړ لاس په سر شوی دی. روسیه هم څه ناه څه د چین د مخ پر ډیریدونکي نفوذ څخه ناخوښه ده او په یو ډول یې د چین د «یوې لارې یوه کمربند» سترې پروژې ملاتړ کړی. روسیه هم په دې هڅه کې ده چې په سیمه کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ ته د ایروآسیان اقتصادي اتحاد په چوکاټ کې پراختیا ورکړي.

د امنیت په برخه کې بیا هندوستان او چین هم ګډ موقف ته رسیدلې. د یکشنبې په ورځ ولسمشر شي د قانوي د پلي کولو او د ترهګرۍ ضد مبارزې له پاره د نږدې ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ خو د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي بیا امنیت خپل تر ټولو مهم لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل چې هندوستان غواړي په دې بلاک کې یو فعال او رغنده رول ولوبوي او غواړي په دې توګه په افغانستان کې د سخت دریځۍ په برخه کې کار وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: