د جنگونو پرمخ بیولو نوی دریم خطرناک انقلاب
ساینس پوهان له هغو خطرونو څخه خبرداری ورکوي، چي د وژونکو وسلو او روبوت ترمنځ ارتباط ورکول کیږي. نوي تکنالوژي تل د جنگونو د مخته بیولو پر ډول باندي اغیزه کړې ده. د جنگو د مخته بیولو مختلفي مرحلې دلته وگورئ.
د جنگ د رهبرۍ دریم انقلاب
تر سلو اضافه ساینسپوهانو په یوه لیک کي له ملگرو ملتو څخه غوښتي دي، څو هغه وسلې منع کړي چي د انسانانو له خوا نه استعمالیږي. که څه هم تراوسه پوري لا «وژونکي ربوتونه» نه دي جوړ سوي، خو د مصنوعي زیرکتیا په صنعت کي پرمختگونه دا په یوه واقعیت باندي تبدیلوي.دا به نو په وسلو کي د باروتو تر استعمال او اټومي وسلو وروسته د جنگونو د مخته بیولو نوئ دریم خطرناکه انقلاب وي.
د باروتو استعمال
هغه لمړنی تخنیک چي د جنگ په رهبرۍ کي یې انقلاب رامنځته کړ، چینایانو کشف کړی وو. هلته حتی د لسمو او دولسمو عیسوي پیړيو ترمنځ په عادي توپکانو کي تور باروت استعمالیدله، چي مخامخ بې یې ویشتل کوله. ترهغه وروسته په راتلونکو دوو پیړیو کي د باروتو تخنیک د منځنۍ اسیا له لاري اروپا ته ورسیدی او هلته یې د غشي او لېنده د جنگي تخنیک ځای ونیو.
توپونه
د باروتو کشف د جنگ په میدان کي د توپونو استعمال ته هم زمینه برابره کړه. پوځ په ۱۶ پیړۍ کي په دې پيل وکړ، چي د بارتو په مرسته د توپ درنې فلزي مرمۍ پر دښمنو عسکرو باندي فیر کړي او یا هم ټینگي کلاوي او دیوالونه په ونړوي.
ماشیندار
د۱۹پیړۍ په وروستیو وختوکي ماشیندار کشف سو، چي مرمۍ به یې په ډیر سرعت سره په پرله پسې ډول فیریدلې. اوس نو عسکرو کولای سول چي رانژدې کیدونکی دښمن د یوه ټینگ سنگر څخه وولي او ورسره مخامخ نه سي. د ماشیندارانو ویجاړونکي مؤثریت په دوهم عمومي جنگ کي ښکاره کړه، چي عسکر د هیچا په هیواد او مځکه کي د دوو جبهو ترمنځ یو له بله سره وژني.
جنگي الوتکي
په ۱۹۰۳م کال کي د لومړۍ طیارې کشف هم نظامیانو له پامه ونه غورځاوه. شپږ کاله وروسته د امریکا پوځ د«Wright Military Flyer» په نامه لومړۍ جنگي الوتکه رانیوله. په راتلونکو کلونو کي پرلا پرمختللو الوتکو باندي تحقیقات وسول. د دوهم نړيوال جنگ تر پایه پوري بیا د ډیرو هیوادو په پوځونوکي جنگي الوتکي شاملي سوې.
موتوریزه کول
که پوځونو په عنعنوي ډول تراوسه پوري په جگړو کي د پوځي تجهيزاتو د انتقال له پاره له عسکرو او اسانو څخه کار اخيست، د دوهم عمومي جنگ په جریان کي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره پوځ موتوریزه کیدی، یعني ټانکونه او نور نظامي وسایط ورداخلیدله. د دې کار نتیجه ژر پرختگ او نورهم ډیر تخریب او ویراني سوه. د جرمني نازیانو د جنگونو په رهبرۍ کي د (چټک جنگ)په نامه ستراتیژۍ کي ددغو نوو امکاناتو څخه کار واخيست.
راکټونه
که توپونه مؤثره وه، خو لږ فاصله یې ویشتلای سوای، ترڅو پوري چي په دوهم عمومي جنگ کي لومړي راکټونه استعمال سول. هغوی داسي هدفونه هم ویشتلای سول چي په سونو کیلومتره لیري وه. دغه ډول لومړی المانئ راکټ(V-2) که څه هم ډیر عادي جوړ سوی ؤ، خو د راتلونکو ټولو رهبري سوو او د اټومي سرگولولو انتقالونکو توغنديو اساس یې کښیښود.
کابينونه
د دوهم نړیوال جنگ په پای کي په لومړیو جنگي الوتکو کي کابينونه جوړ سول، خو پروالا الوتکي لا هم کاریدلې. کابين لرونکو الوتکو د ډیرسرعت په سبب کولای سوای خپلو اهدافو ته ژر ورسیږي. د دښمن له پاره هم سخته وه، چي هغوی وولي. تر دوهم عمومي جنگ وروسته داسي جنگي جیټ الوتکي جوړي سوې چي تر ۲۵ کیلومتره لا هم لوړي او تر ږغ چټکي وې.
اټومي وسلې
د جنگونو د مخته بیولو دوهم انقلاب خپل وحشتناکه تأثیرات د ۱۹۴۵م کال د اگست میاشتي پر۶ ښکاره کړل، کله چي امریکا د "Little Boy"په نامه لومړی اټومي بم د جاپان پرهیروشیما باندي استعمال کړ. د هغه په سبب ډیرژرد ۶۰۰۰۰ او ۸۰۰۰۰ ترمنځ انسانان ووژل سوه. وروسته د امریکا او پخواني شوروي ترمنځ د ساړه جنگ په زمانه کي ډیري زیاتي اټومي وسلې جوړي او په یوه نژدې راتلونکي کي یې د یوه اټومي جنگ خطر رامنځته کړ.
ډیجیټلي کیدل
په تیرو لسیزو کي د جنگونو په مخته بیولو کي له کمپیوټرونو څخه ډیر کار واخيستل سو. هغوی نظامي ارتباطات نور هم چټک او اسانه کړل او همدارنگه یې د ډیرو وسلو مؤثریت نور هم دقیق کړ. په وروستیو وختونو کي پوځونه نور هم د خپلو کمپيټري امکاناتو پر وسعت باندي اتکأ کوي، ترڅو د ملي زیربنا دفاع وکړي او پر دښمن باندي سایبري بریدونه وکړي.