1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جنګل کمپ په سونو مهاجر به آلمان ته ستانه شي»

۱۳۹۵ آبان ۴, سه‌شنبه

د آلمان له پاره د کډوالو اداره(Bamf) د فرانسې په کالې سیمه کې د کډوالو د «ځنګل کمپ» تر تړل کیدو وروسته آلمان ته د سونو مهاجرو پر راتګ حساب کوي.

https://p.dw.com/p/2RfdH
Frankreich Räumung Dschungel von Calais
انځور: Reuters/P. Rossignol

د "Rheinische Post"  آلمانۍ ورځپاڼې د خپلې سه شنبې ورځې په ګڼه کې د آلماني چارواکو د محفلونو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په راتلونکو اونیو کې به له فرانسې څخه په سونو مهاجر آلمان ته ستانه شي.

د دغو چارواکو په حواله دا هغه کډوال دي چې په آلمان کې تر راجستر کیدو او یا هم په دغه هیواد کې د پناه غوښتني تر وړاندي کولو وروسته فرانسې تللي دي.

په همدې اساس کیدای شي فرانسه له آلمان څخه وغواړي چې دغه کډوال بیرته ومني. د دوبلین تړون له مخې یو مهاجر چې په لومړي سر کې په هر اروپایې هیواد کې راجستر شوی وي باید په هم هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

داسې اوریدل کیږي چې آلماني چارواکي فکر کوي چې د فرانسیانو دغه هڅه چې نوموړي مهاجر بیرته آلمان ته را ولیږي حقیقت پيدا کړي، خو هغو دا هم ويلي دي چې مهاجر حق لري آلمان ته د بیرته استولو پر ضد په یوه فرانسوۍ محاکمه کې دعوای وکړي.

د دوشنبې په ورځ د یوه قوي امنیتي ځواک په مرسته د فرانسې په کالې سیمه کې د مهاجرو غير قانوني کمپ (ځنګل کمپ) د تخلیه کولو کار پيل شو.

د فرانسوي چارواکو په حواله په لومړي سر کې تر۲۳۰۰ مهاجر له دغه کمپ څخه ووتل، چې یوه لویه برخه یې د بسونو په وسیله په فرانسه کې د مهاجرو نورو کمپونو ته انتقال کړل شول.

اروپا ته مهاجرت