1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د جمال خاشقجي د قضیې په اړه د سعودي د پادشاه لومړنی غبرګون

۱۳۹۷ مهر ۲۳, دوشنبه

عربستان د ترکیې په خاوره کې د سعودي خبریال د لادرکه کیدو له کبله له سختو نیوکو سره مخامخ دی. ملک سلمان د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په یوه تلیفوني اړیکه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر استحکام ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/36XlR
Türkei Konsulat von Saudi-Arabien in Istanbul
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د سعودي عربستان پادشاه ملک سلمان، د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۴) د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په یوه تلیفوني اړیکه کې د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د قضیې په ارتباط د یوې ګډې تحقيقاتي کمیټې د جوړونې د وړانديز هرکلی کړی دی.

د سعودي خبري آژانس «اس.پي.ای» د رپوټ پر بنسټ ملک سلمان له اردوغان سره په خبرو کې د دواړو هیوادونو پر پيوستون ټینګار وکړ او وې ویل: «هیڅ څوک نه شي کولی د دې ارتباطاتو د قدرت توان کمزوری کړي».

د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر هم اعلان کړی دی چې دواړو خواو په دې تلیفوني اړیکه کې د جمال خاشقجي د قضیې د روښانه کیدو په هکله خبرې کړي دي.

د روانې میاشتې په ۱۰ نیټه د خاشقجي تر لادرکه کیدو وروسته دا د سعودي د پادشاه لومړی رسمي غبرګون دی. جمال خاشقجې په همدې ورځ په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د ځینو اسنادو د ترلاسه کولو له پاره ورننوتلی وو چې بیا هیڅکله بیرته ستون نه شو.

نوموړي اراده درلوده چې خپل د ژوند نوې ملګرې (ترکي نجۍ چې هغه ورسره کوژده کړې وه) سره واده وکړي، نو له همدې امله یې له خپلې پخوانۍ ښځې څخه د جدا کیدو د رسمي اسنادو د ترلاسه کولو له پاره د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته مراجعه کړې وه.

د دغه ۶۰ کلن منتقد خبریال، چې د یوه کال راهیسې په امریکا کې اوسیده او د «واشنګټن پوست» ورځپاڼې له پاره یې کار کاوه، سعودي عربستان په نړیواله کچه له سختو انتقادونو سره مخامخ کړی دی. 

د آلمان، بریتانیې او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په دې اړه د معتبرو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي دي چې د خاشقجي قضیه ورته ډیره مهمه ده او له سعودي عربستان څخه د دقیق او جامع ځواب تمه لري.

همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې که چیرې تر اوسه پورې د خاشقجي په قتل کې د سعودي عربستان په اړه ادعاوې سمي وي، دغه هیواد به له سختو مجازاتو سره مخامخ شي.