1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

د جزا نړیواله محکمه د میانمار پر ضد تحقیقات کوي

۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعه

د جزا نړیواله محکمه د روهنګیا لږکیو د تبعیدولو له کبله د میانمار پر ضد رسمي تحقیقات پیلوي. د تاوتریخوالي کړنې کیدای شي د بشریت ضد جرمونو په توګه درجه بندي شي.

https://p.dw.com/p/3T5jQ
Bangladesch Rohingya Flüchtlingscamp in Ukhia
انځور: Getty Images/AFP/M. U. Zaman

د جزا نړیوالې محکمې د روهنګیا مسلمان لږکیو د تعقیب له کبله د میانمار پر ضد د پراخو تحقیقاتو د ترسره کولو اجازه ورکړي. په دې ترتیب په دینهاګ کې د جزا نړیوالې محکمې د درو قاضیانو هئیت د څارنوالو یوه عریضه تعقیبوي.

اصلي دعوا کوونکي فاتو بینسودا په جولای میاشتې کې عریضه وړاندې کړې وه چې د میانمار څخه د روهنګیا لږکیو د شړلو/تبعید په تړاو د شکمنو جرمونو د تحقیقاتو اجازه ورکړل شي. پر دې سربیره د قربانیانو یوه نظر پوښتنه ښيې چې هغوی په دې تړاو د قضایي تحقیق غوښتونکي دي. زیاته شوې ده چې ډیری پر دې نظر دي چې یوازې عدالت او حساب او کتاب د تاوتریخوالي او ناړوه چلن شیطاني کړۍ ته د پای ټکی کیښودلی شي.

له میانمار څخه چې ډیري اوسیدونکي یې بودیان دي د روهنګیا لږکیو د تبعید له پاره تر ډیره کچه د دغه هیواد پوځ مسوول ګڼل کیږي. د جزا نړیوالې محکمې ویلي دي چې تر اوسه مخکې پراته معلومات د دې فرضیې له پاره زمینه برابروي چې د روهنګیا لږکيو پر وړاندې د خپل قومیت یا د مذهب له کبله په سیستماتیک ډول د تاوتریخوالي اعمال تر سره شوي دي، چې دغه اعمال د بشریت ضد جرمونو په توګه درجه بندي کیدی شي.

آیا روهنګیا لږکي به بیرته میانمار ته ستانه شي؟

د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشتې کې د میانمار له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې یانګهي لي، په ژنیو کې د بشري حقونو شورا ته وویل چې د روهنګیایانو شړل آن د نسل وژنې بڼه لري. که څه هم د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې محکمې ویلي وو چې میانمار د هغو هیوادونو په ډله کې نه دی چې د جزا د نړیوالې محکمې تړون یې لاسلیک کړی وي. خو اوس د دې نوې پریکړې دلیل دا ښوول شوی دی چې بنګله دیش د دې محکمې تړون لاسلیک کړی او له ۲۰۱۷م کال راهیسې هلته شا او خوا ۷۰۰ زره روهنګیا لږکي اوسیږي.

د میانمار پوځ د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر او د ۲۰۱۷م کال په اګست میاشتو کې د روهنګیا لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلن وکړ او دا کار د دې سبب شو چې په سلونو زره روهنګیایان بنګله دیش ته مهاجر شي. تر دې دمخه د روهنګیایانو یاغیانو په رخنه ایالت کې د پولیسو پر پوستو باندې برید کړی وو.

زموږ له آرشیف څخه: 

sr/aa (epd, dpa)