د جانسن سخت دريځي او د ګوف د ځوانۍ ګناهونه
۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبهد بريتانيا د بهرنيو چارو پخوانی وزير او د صدراعظمې تريزا مې د ځای ناستي توب مخکښ نوماند بوريس جانسن د بريگزيت په برخه کې د اروپايي ټولنې په وړاندې خپله سخت دريځي څرګندوي.
بوريس جانسن د «سندی ټايمز» ورځپاڼې ته وويل چې نوموړی به هغه تقريبا ۴۴ مليارډو يورو چې د بريگزيت په بدل کې بايد اروپايي ټولنې ته ورکړل شي، له ځان سره وساتي، څو د اروپا په وړاندې د لا ښو شرايطو په سر مذاکرات پيل کړي. د هغه په خبره د دې له پاره چې «يو ښه تړون سړی تر لاسه کړي، پيسې يوه ښه د حل لاره او مرستندويه وسيله ده.»
«هغه يوه اشتباه وه»
صدراعظمې مې د جمعې په ورځ په رسمي توګه د بريتانيا د محافظه کار ګوند د مشرې په توګه استعفا ورکړې وه، ځکه چې د بريگزيت له کبله ورباندې په ګوند کې دننه فشار ډېر شوی وو. د محافظه پال ګوند نوی مشر به د بريتانيا صدراعظم هم شي. جانسن اوس ډېر ښه چانس لري.
د هغه لس سيالان په دې ترڅ کې په ځوانۍ کې د کړو ګناهونو له کبله بايد ځواب وايي. د چاپېريال ساتنې وزير، مايکل ګوف، د ساري په توګه د دغې چوکۍ له پاره يو بل مخکښ کانديد بلل کيږي. خو هغه بايد په دې اعتراف کړی وای چې په ځوانۍ کې يې مخدره توکي، يعنې کوکاين استعمال کړي ول. هغه د «ډيلي ميل» ورځپاڼې ته وويل چې «شل کاله پخوا مخکې له دې چې واده وکړم، ما نشه يي توکي کارولي دي. هغه يوه اشتباه وه.»
دا په داسې حال کې ده چې بوريس جانسن هم يولس کاله پخوا دې ته اشاره کړې وه چې ښايي کوکاين يې هم کارولي دي. خو هغه وروسته خپله دغه خبره بېرته واخيستله.
rb/pgr (afp, dpa, rtr)ن ص/ب ص