د تورخم دروازه وتړل شوه
۱۳۹۸ مهر ۴, پنجشنبهد ننگرهار د والي وياند د پنجشنبې په ورځ دويچه ويله ته وويل چي د تورخم ښارگوټي لار د ولسمشريزو ټاکنو په خاطر تړل شوې ده.
هغه وويل: »د تورخم ښارگوټي لار له نن [پنجشنبې] د رواني مياشتي تر ۷نېټې پوري به د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې وي او له سبا[جمعې ورځي] څخه د ټاکنو ورځي تر پای ته رسېدو پوري به د مسافرو دتگ راتگ پر مخ تړلې وې«.
په خیبر پښتونخوا ایالات کې د مهاجرو چارو ریاست هم ويلي دي چې د تورخم دروازه به د لنډو وخت له پاره تړلې وي.
او د ننګرهار د والي ویاند د فیسبوک په یوه پیغام کې د لنډ وخت له پاره د تورخم د دروازې د تړل کیدو خبر ورکړی دی.
چارواکو ويلي دي چې خلک او د بار وړونکو موټرو چلوونکي دي په دغه موده کې تورخم ته له ورتګه ډډه وکړي، څو له احتمالي ستونزو سره مخامخ نه شي.
د تورخم دروازه د سپتمبر میاشتې له دوهمې نیټې راهیسې په ازمایښتي ډول د شپې او ورځې له خوا پرانیستل شوې وه. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د یو شمیر افغان چارواکو سره په ګډه د سپتمبر میاشتې په ۱۸مه نیټه په رسمي ډول د تورخم ترمینل خدمات د ورځې او شپې له خوا پرانیستل.
د دروازې د تړلو خبرتیا په داسې وخت کې ورکول کیږي چې په افغانستان کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د شپې پر ۱۲ بجو ټاکنیز کمپیانونه بند شول او د ۴۸ ساعتونو له پاره د چوپتیا دوره پیل شوه.
په پام کې ده چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د سپتمبر میاشتې پر ۲۸/ د تلې ۶ نیټه تر سره شي.