1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تلیفون ايپ او ډیټا بیس: د تحریک انصاف د بریالیتوب لوی لامل

۱۳۹۷ مرداد ۱۵, دوشنبه

د تلیفون یو اپلیکیشن او د پنځوس میلیونه رای اچونکو ډیټا یا معلوماتو د پاکستان په ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند د بریالیتوب لوی لامل وو. خو د عمران خان سیاسي مخالفين بیا تور لګوي چې پوځ له خان سره مرسته کړې.

https://p.dw.com/p/32gIM
Pakistan Islamabad Politiker Imran Khan
انځور: Reuters/A. Perawongmetha

د رویټرز خبري اژآنس د رپوټ پر بنسټ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند، د مباېل د یوه اپلیکیشن او رای ورکونکو له ډیټابیس یا معلوماتو څخه په کافي اندازه ګټه پورته کړې.

د پاکستان د کرکیټ لوبډلې پخواني کپتان عمران خان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) د خپل ګوند له پاره د نویو رای ورکونو د ملاتړ په ترلاسه کولو کې هم بریالی شو. 

(پي ټي آی) د دې له پاره چې سیاسي مخالفين یې هم له دې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته نه کړي، خپله دغه تګلاره پټه وساتله.

د دې ګوند ډیر شمیر غړو رویټرز ته وښودله چې څنګه یې د دې اپلیکیشن په مرسته د خپل ګوند ټاکنیز کمپاين ته بریالیتوب ور په برخه کړ او د دوی په رای کې، په ځانګړي توګه د ټاکنو په ورځ د تلیفون دغه اپلیکیشن څومره ګټور ثابت شوی دی.

کله چې د دولتي نومرو په وسیله رای اچونکي د خپلو ټاکنیزو حوزو د مرکزونو په هکله د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شول، په هغه وخت کې دې اپلیکيښن ډیرو خلکو ته لارښونه وکړه.

له دې خبرې څخه دا هم معلومیږي چې په څه ډول د عمران خان ګوند په ډیرو حوزو کې (که څه هم له ډیرو کمو رایو سره)، خو د خپل سیاسي حریف نوماند پر ماتولو بریالی شو.

عامر مغل ته د دې اپلیکیشن او له «سي ام اس» په نوم ډيټا بیس څخه په استفادې د (پي ټي آی) نوماند اسد عمر د کامیابه کولو دنده سپارل شوې وه. مغل وایې چې دې اپلیکیشن ډيره ګټه کړې.

په همدې ترتیب د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټول هیواد په کچه د ډيټا بیس د معلوماتو او دې اپلیکیشن په وسیله ډير متحرک وو او وتوانید ډیرې رایې ترلاسه کړي.

په دیټا بیس کې حتی تر دې اندازې معلومیده چې کوم رای اچونکی به هرو مرو د تحریک انصاف ګوند ته رای ورکوي او د ټاکنو په ورځ دا ډاډ ترلاسه کړای شو چې دغه کسان د خپلو رایو کارونې له پاره له کوره بهر ووزي.

عامر مغل وایې: «هغه کار چې په اونیو اونیو وخت ورته پکار وو، مونږ هغه کار په دوو یا دریو ساعتونو کې وکړ».

د عمران خان ګوند په ټاکنو کې د پارلمان ۱۱۵ چوکۍ وګټلې. تر ټاکنو څو ورځې مخکې عمران خان په یو ویډیوي پیغام کې د خپل ګوند نوماندانو ته ویلي وو چې هغوي دې د «سي ام اس» څخه په بشپړ ډول ګټه واخلي. خان په دې ویډیوي پیغام کې زیاته کړې وه چې هغه له دې سیستم څخه په ټولو هغو پنځوو حوزو کې کار اخلي چې له کومو څخه ټاکنو ته ولاړ دی.

د (پي ټي آی) ګوند کارکونکو د ټاکنو په ورځ له دې سیستم څخه د ټولو هغو کسانو له پاره هغه ورقې چاپ کړې چې رای ورکونکو باید هغه ټاکنیز مرکز ته د ننوتلو له پاره له ځان سره درلودلای. دا په داسې حال کې ده چې د مسلم لیګ ن ګوند کارکونکو بیا رای ورکونکو ته دغه پاڼې باید په خپل لاس لیکلی وای.

د دې اپلیکیشن جوړونکو طارق دن او شهزاد ګل د دې نظام یا سیستم د جوړولو ارزښت تر ټولو دمخه اسد عمر او جهانګير خان ترين ته هغه وخت معلوم شوې وو، کله چې د ۲۰۱۵ م کال په سیمه ایزو ټاکنو کې دې سافټ ویر د دوی ګوند ته ګټه رسولې وه.

د «سي ام اس» اپریټر یا کارونکي رویټرز ته ویلي دي: «مونږ په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان تحریک انصاف محبوبیت په حقیقت بدل کړ».