1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې په وان جهیل کې د نورو مهاجرو جسدونه موندل شوي

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

د ترکیې په ختیځ وان جهیل کې د مهاجرو د لیږدونکي یوې کښتۍ تر ډوبېدو څو اوونۍ وروسته د مرستندویانو په وینا نور جسدونه موندل شوي دي. دغه خبر د ترکیې د «انادولو» په نوم خبري آژانس ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3fHjW
Türkei Bootsunglück auf dem Van See
انځور: picture-alliance/AA/H. Nacar

د «انادولو» خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د جون میاشتې په پای کې په وان جهیل کې د یوې کښتې د اوښتو له پيښې راهیسې تر اوسه په ټوله کې ۳۲ جسدونه موندل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د جولای میاشتې په اوایلو کې ویلي ول چې په دغه کښتۍ کې له «۵۵ تر ۶۰ پوري غیر قانوني مهاجر» سپاره ول. د انادولو د رپوټ له مخې په دې تړاو درې کسان په توقیف کې دي. دا چې ولې دغه کښتۍ غرقه شوې په هکله یې جزئیات نه دي ورکړل شوي.په ترکيه کي د ډوب سوو افغان مهاجرو د جسد پيژندلو هڅي

د وان جهیل یوه برخه په بېتلېس ولایت کې موقعیت لري او یوه برخه یې په وان ولایت کې، کوم چې له ایران سره پوله لري. له دغې لارې په منظم ډول مهاجر له پولې اوړي، څو اروپا ته ولاړ شي.

تر دې پيښې دمخه د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کې میاشت کې په جهیل کې د یوې کښتۍ د اوښتو له کبله اووه کسان مړه شوي ول. دغه کسان د پاکستان، بنګله دیش او افغانستان مهاجر ول.