1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او افغانستان تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

۱۳۹۷ خرداد ۱, سه‌شنبه

افغانستان او ترکيې خپل ترمنځ د هوايي سوداګرۍ دهلیز پرانیست. دا چې دغه دواړه هیوادونه يو له بل سره د وچې او اوبو سرحد نه لري، نو د سوداگرۍ له پاره ئې دغه دهلیز گټور بللی دی.

https://p.dw.com/p/2y7rQ
Afghanistan Flughafen Turkish Airlines fliegt nach Mazar-e Sharif Flugzeug
انځور: DW/H. Safi

حکومتي چارواکو ویلي دي چې د دواړو هیوادونو په سوداګرۍ کې د توازن له پاره هڅې رواني دي. د هغوی په خبره هوایي دهلیز کولای شي په دې برخه کې له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د تجارت او صنایعو وزیر همایون رسا، د سه شنبې په ورځ د دغه هوايي دهلیز په پرانیست غونډه کې وویل چې د دغه هوايي دهلیز له لاري په اول وار ۱۵ ټنه محصولات چې غالۍ او وچي میوې پکښې شاملي دي، صادر کړي دي. هغه زیاته کړه: «باید ووایم چې ترکیې ته د افغانستان صادریدونکي اقلام بیلابیل دي چې پکښې ګلمونه، غالۍ، وچه میوه، طبي بوټي او د لاسي صنایعو محصولات شامل دي. د دې له پاره چې صادرات ډیر شي باید د نن په شان نوښتونه وشي.»

په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل، په دې غونډه کې روښانه کړه چې د ترکیې او افغانستان تر منځ د تجارت ډیر فرصتونه موجود دي. هغه وویل چې یوه میاشت مخکې ترکي پانګوالو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په دې هیواد کې له پانګونې سره خپله لیوالتیا وښوله.

په سوداګري وزارت کې د چارواکو په حواله، د ترکیې ازمیر ښار د افغانستان د مرمر ډبرو له پاره ښه بازار دی. داسې هیلې شته چې افغانستان به ترکیې ته ددغو ډبرو په صادراتو سره یو نوي بازار وموندي.

د افغانستان څرمن هم په ترکيه کې ډیر پیریدونکي لري. د ترکیې او افغانستان تر منځ د هوايي دهلیز له جوړېدو سره به افغان سوداګر دغه قلم هم ترکیې ته صادر کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وویل چې د پلان له مخې به د ترکیې، ایران او افغانستان تر منځ یو تړون لاسلیک شي چې په پایله کې به یې د ترکیې او افغانستان تر منځ سوداګري ډیره شي.

د صادراتو پر معیاري کیدو باندي ټینګار

د افغانستان سوداګري خونې د دې دهلیز د پرانیستلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا به د صادراتو له ډېرښت سره مرسته وکړي. د سوداګرۍ خونو مشر عتیق الله نصرت، په دې غوڼده کې وویل: «که څه هم تر دې مخکې موږ د ترکیش ایرلاین شرکت کارګو کاروله او خپل صادرات مو لرل، خو دا برنامه د دولت په تشویق او ملاتړ سره کیږي او سوداګر کولای شي خپل توکي په کم قیمت د ترکیې مارکیټ ته ورسوي.»

اوس مهال دغه دهلیز د ۱۵ ټنه صادراتي توګو د لیږد ظرفیت لري، خو د تقاضا د ډیریښت په صورت کې به ځانګړي چارتر پروازونه هم پلان شي چې کولای شي لا ډیر مواد ترکیې ته ولیږدوي.

چارواکو ویلي دي چې له ترکیې سره سوداګري، اروپايي ټولني ته هم د افغانستان د اموالو د رسیدو له پاره لاره هواروي خو د دې له پاره اصلي شرط د افغانستان د صادراتي توکو معیاري کیدل دي.

ښاغلي نصرت په دې اړه وویل: «له صادر کوونکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې نړیوال پروسس او بسته بندي په پام کې ونیسي چې زموږ توکي په ترکیه او اروپايي ټولنه کې مارکیټ ومومي او له نورو هیوادونو سره سیالي وکولای شي.»

د صارداتو ډیریدل

د سوداګري خوني مسئولین ټینګار کوي چې که د افغانستان صادراتي توکي بې کیفیته وي، نو هغه بيا نړیوالو بازارونو ته د رسیدو پر ځای بیرته افغانستان ته مسترد شي. هغوی ټینګار کړی دی چې تر دې وروسته به د نندارتونو په جوړولو سره د افغانستان محصولاتو ته د بازار موندلو هڅې وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان او هند تر منځ هم یو هوایي دهلیز پرانیستل شوی وو. د سوداګري خونه وایي چې دغه دهلیز د کابل او نوي دهلي تر منځ د سوداګري له پاره ډیر امکانات برابر کړي دي.

ښاغلي نصرت وویل چې هندوستان ته د هوايي دهليز په جوړېدو سره د افغانستان صادرات له ۲۳۰میلیونو ډالرو څخه ۳۸۰ میلیونو ډالرو ته پورته شوي دي.

افغانستان همداراز غواړي چې له سعودي عربستان سره هم په نزدې راتلونکې کې یو هوایي دهلیز جوړ کړي.