1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مارچ اتمې مظاهرو باندې د ترکيې د پوليسو حمله

۱۳۹۷ اسفند ۱۸, شنبه

د ترکيې پوليسو په استانبول ښار کې د مارچ اتمې په مناسبت د ښځو د سوليز لاريون مخنيوی کړی دی. د ترکيې دولت په تيرو کلونو کې د مارچ اتمه، د ښځې نړېوالې ورځ په مناسبت د ښځو د مظاهرو مخنيوی نه وو کړی.

https://p.dw.com/p/3EhgM
Türkei Internationaler Weltfrauentag in Istanbul
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel

د ترکيې دولت په مخکنيو کلونو کې د مارچ اتمې په مناسبت د ښځو د سوليزو مظاهرو او اعتراضونو ممانعت نه وو کړی خو دا ځل يې پر اوښکې بهيونکي ګاز او تاوتريخجنو حملو ځواب ورکړ. د استانبول پوليسو د مارچ په ۸مه، په دغه ښار کې د ښځو د غوندې مخنيوې وکړ.

د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی چې پوليسو نه يوازې د مظاهره کونکو ښځو د ګډوډولو په موخه له اوښکې بهيونکي ګاز څخه کار اخيستلی، بلکه ښځې يې د سپيو پر حملو هم ګواښلې دي.

ويل شوي دي چې ډيريو ښځو د پوليسو تر حملې وروسته اړ شوې چې د خپلواکۍ واټ له لارې د خپلواکۍ ميدان پر لور وتښتي. په دې اړه په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شوو ويډيوګانو کې لیدل کيږي چې پوليس د مظاهرې پر ګډونوالو پلاستيکي ګولۍ اوروي.

په استانبول کې د مارچ اتمې په مناسبت د جوړې شوې غونډې ګډونوالو تمه نه لرله چې پوليس دې پر هغوې حمله وکړي. د ترکيې دولت په تيرو کلونو کې د ښځو له خوا د ښځو د حقونو ته د لاسرسي او د نارينه وو د تاوتريخوالو پر وړاندې د هغوي اعتراضونو پر وړاندې چوپتيا غوره کړې او عملا يې د دا شان غونډو مخنيوی نه دی کړی.

Türkei Internationaler Weltfrauentag in Istanbul
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Gurel

حتی د ۲۰۱۶م کال د جولای مياشتې له ناکامې کودتا وروسته هم د ترکيې پوليسو د مارچ اتمې په مناسبت د ښځو د مظاهرو ممانعت نه وو کړی.

تر اوسه په ترکيې کې دود داسې وو چې د مارچ اتمې مظاهره کونکي به په دغې ورځ د خپلواکۍ په ميدان کې سره راټوليدل او بیا به يې له هغه ځایه د استانبول ښار په خپلواکۍ واټ کې خپلو مظاهرو ته ادامه ورکوله.

خو دا ځل ترکيي چارواکو د ښځو د مظاهرو له پيل څخه لږ د مخه، د خپلواکۍ په واټ کې د مظاهرو ترسره کول ممنوع اعلان کړي ول.

خو سربيره پر دې په زرونو ښځو په استانبول کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د نارينه وو د تاوتريخوالو پر ضد واټ ته راغلي او مظاهرې يې ترسره کړې. د مظاهره کونکو له ډلې يوې ښځې وويل: «دا يو داسې سیستم او دولت دی چې له موږ څخه بيريږي.»