1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيي په درياب کي افغان مهاجر ډوب سوي

۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبه

د ترکيي په ختيځ «وان» درياب کي د يوې کښتۍ د ډوبيدو په پېښه کي د افغانانو په گډون اووه مهاجر مړه سوي دي. د بيتليس ولايت چارواکو ويلي دي چي د دغي کښتۍ ۶۴ مهاجر ژغورل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3VL30
Türkei Bootsunglück auf dem Van See
انځور: picture-alliance/AA/H. Nacar

چارواکو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي دغه کښتۍ چي افغانستان، پاکستان او بنگله ديش هيوادونو څخه راغلي مهاجر پکښي سپاره ول، د شپې له خوا په اوبو کي اوښتې او ډوبه سوې ده.

وان درياب د ايران سرحد ته نژدې پروت دی چي له لاري يې هر وخت مهاجر، ترکيي ته اوړي، څو له هغه ځايه لويديځي اروپا ته ځانونه ورسوي.

چارواکو څرگنده گړې ده چي پوليس او ژغورونکې عمله په نورو قربانيانو پسې خپل لټون ته ادامه ورکوي.