1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان:‌ ترکمنستان د ټاپي او ریل پټلۍ کارونه مارچ کې پیلوي

۱۴۰۰ دی ۲۶, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یو جګپوړی پلاوی ترکمنستان ته په رسمي بلنه تللی او وايي چې ترکمنستان به نیږدې راتلونکې کې پر یو شمیر سترو پروژو عملي کارونه پیل کړي.

https://p.dw.com/p/45bGU
Afghanistan - TAPI - Pipelineprojekt in Herat
انځور: DW/S. Tanka Shokran

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو چې د ترکمنستان هيواد په بلنه د طالبانو پلاوی به له ترکمن چارواکو سره پر دوه اړخیز تجارت، انرژۍ، نفتي موادو، ريل پټلۍ، ټاپي، ټاپ او تعليمي برسونو په هکله خبرې وکړي. امیر خان متقي ویلي چې ترکمنستان به د روان کال په مارچ میاشت کې د ټاپي پروژې عملي کارونه او همدا راز د اقینې د ریل پټلۍ پاتې کارونه هم پیل شي.

د طالبانو د بهرنو چارو وزارت نن د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ترکمنستان له چارواکو سره یې پر سیاسي، ډپلوماټیکي، اقتصادي، امنیتي همکاریو او د ټاپي پروژې پر ژر پیلیدو او  همدا راز د تورغونډۍ او اقینې د ریل پټلۍ د کارونو پر پیل یې یې خبرې کړي دي. د متقي په خبره له ترکمنستان سره یې د بریښنا، خصوصي سکتور د فعالیتونو، د مرمر ډبې د صادراتو او وچې او تازه میوو په برخه کې هم له ترکمن چارواکو سره خبرې کړي دي.

په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې د طالبانو پلاوي له ترکمنستان سره د ټاپي او د اقينې او تورغونډۍ د ریل پټلۍ د کارونو پر بیا پیلولو توافق کړی دی. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه به د جنوري میاشتې په ۲۲مه نیټه په کابل کې ناسته کوي او د روان کال په مارچ میاشت کې به د بریښنا، ټاپي پروژې او د ریل پټلۍ د تمدید د کارونو پر پیلیدو او عملي پیل خبرې کوي.»

سربیره پر دې، د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ترکمنستان له طالبانو سره دا هم منلې چې له افغانستان څخه به د سویلي اسیا او مرکزي آسیا ترمنځ د یوه ترانزیتي هیواد په توګه کار اخیستل کیږي او دا چې له د افغانستان له لارې به مایع ګاز، معدني مواد او نور سوداګریز توکي مرکزي آسیا او سویلي آسیا ته انتقالیږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او کرونا وبا له کبله ګڼ شمیر هغه افغان محصلین چې په ترکمنستان کې په لوړو زده کړو بوخت وو، لا هم په افغانستان کې بند پاته دي خو طالبان وايي چې له د ترکمنستان هیواد له چارواکو سره یې د دوی ستونزې هم شریکې کړي او دا چې دوی به د مارچ میاشتې وروسته په تدریجي توګه بیرته ترکمنستان ته د سفر اجازه ترلاسه کړي.

سربیره پر دې، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په هغه ویډيويي پیغام چې د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه خپور شوی راغلي چې «ترکمنستان هیواد به د نفت او ګازو، ریل پټلۍ او په ګڼ شمیر نورو تخنیکي چارو کې افغان محصلینو ته بورسونه هم ورکړي.»

Infografik Gas-Pipeline TAPI Flash-Galerie
انځور: DW

تمه کيږي چې د ټاپي د ګازو نل ليکه چې نیږدې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په کلني ډول به ۳۳ ميليارده متر مکعب طبيعي ګاز د ترکمنستان له ګالکينش څخه چې د نړۍ د ګازو دويمه ستره زيرمه ده، د افغانستان له لارې د پاکستان سرحد ته څېرمه د هند د پنجاب ايالت فاضلکه سيمې ته انتقالوي. د ګازو دغه نل ليکه چې د افغانستان په هرات او کندهار ولايتونو کې تيريږي پاکستان ته غځول کيږي او له هغه ځايه بيا هند ته رسيږي. ترکمنستان په پام کې لري چې خپل ۳۰ بيليونه متر مکعب طبيعی گاز د پايپ لاين له لارې چې د افغانستان په خاوره کې به کابو ۷۰۰ کيلومتره وغځېږي، پاکستان او هند ته انتقال کړي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د ګڼ شمیر سترو اقتصادي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي او یا ډیر لږ فعالیت پکې لیدل کيږي. طالبان بیا پر نړیوالو او د سیمې پر هیوادونو غږ کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې یې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.