1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د منځني ختيځ پلان ته د شک په سترگه کتل کيږي

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

ملگرو ملتو او اروپايي ټولني د منځني ختيځ په هکله د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر ترمپ پلان ته د شک او ترديد په ښکاره کولو سره غبرگون وښود. فلسطينيان هغه په بشپړ ډول ردوي او په سيمه کي نور هيوادونه بيلابيل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/3WyLm
USA Israel Donald Trump und Ministerpräsident Benjamin Netanjahu
انځور: picture-alliance/Consolidated News Photos/CNP/J. Lott

د فلسطين مشرتابه د ترمپ دغه پلان په کلکه رد کړی دی. د فلسطينيانو مشر محمود عباس په رام الله کي له بيلابيلو فلسطيني ډلو سره تر ليدني کتني وروسته وويل: »د سه شنبې په ورځ دغه اعلان سوی پلان به د تاريخ په کثافت دانۍ کي ولويږي، پس له دې چي موږ ټولو هغه واوريد، بيا هم د دغې پيړۍ نوموړي معاملې ته په »نه« ويلو سره جواب وايو.»

په غزې تراډه کي حاکم د حماس ډلې دغه پلان يوه بې معني او خصمانه معامله بللې ده. د دغې ډلې يوه مشر جليل الحجه ويلي دي چي فلسطينيان به په خپل ټول وس او قدرت سره د دغه پلان د ناکامه کيدو له پاره مبارزه وکړي.

د فلسطين له پاره بې شميره شرطونه

ترمپ دغه پلان په سپينه ماڼۍ کي د اسرائيلو د صدراعظم بينيامين نيتنياهو په حضورکي معرفي کړ. د ترمپ په خبره دغه پلان به د اسرائيل او فلسطينيانو »د دوو واقعي دولتونو جوړولو د حل« له پاره زمينه برابره کړي. که څه هم د فلسطينيانو له پاره د مستقل دولت د جوړولو وعده ورکړل سوې ده، خو دغه کار له ډيرو شرطونو سره تړلی دی.

په دې ډول د نورو ترڅنگ، بيت المقدس به پرته له دې چي پر دوو برخو وويشل سي، د اسرائيلو د پايتخت په توگه پاته وي. د فلسطين د خپلواک دولت پلازمېنه به د بيت المقدس په ختيځ او د اسرائيلو د سرحدي ديوال ختيځي او شمالي برخي ته نژدې پروت وي.

ترمپ اعلان کړی دی چي که دغه پلان عملي سي نو دی به هلته خپل سفارت هم پرانيزي. خو فلسطينيان بيا د خپل مستقل دولت له پاره د پلازمينې په توگه د ټول ختيځ بيت المقدس د درلودلو ادعا کوي.

Westjordanland Mahmud Abbas | Reaktion auf Friedensplan von Donald Trump & Benjamin Netanjahu
د فلسطین ولسمشد محمود عباس د ترمپ پلان کاملاً ردويانځور: Reuters/R. Sawafta

د اسرائيل ښارگوټي بايد په رسميت وپيژندل سي

په دغه پلان کي د يوه غير نظامي فلسطيني دولت جوړول په پام کي نيول سوی دی. د فلسطينيانو سيمې، لويديځ اردن او غزې تراډه بايد د يوه گړندي ريلگادي په مرسته سره وتړل سي. د نيتنياهو په خبره، اسرائيل به د اردن پر ټوله لويديځه برخه باندي امنيتي کنترول ولري. د اسرائيلو صدراعظم زياتوي چي اسرائيلو ته به د فلسطيني مهاجرو د بيرته ستنيدو حق هم ورنه کول سي.

ماس: د امريکا له خوا دغه وړانديز پوښتني را پورته کړي

د نوموړي پلان په وړاندي نړيوال غبرگونونه: د  آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس ټينگار کړی دی چي يوازي د دواړو خواوو په موافقه د دوو دولتونو د جوړولو پلان د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ دوامداره سوله راوستلای سي.

په آلمان کي د نورو گوندونو استازي هم دغه پلان ته د شک په سترگه گوري چي هغه به په منځني ختيځ کي سوله رامنځته کړي.

ترکيه او ايران دغه پلان ردوي

د ترمپ پر پلان باندي د ايران او ترکيي له خوا هم سخت انتقادونه سوي دي. د ترکيي خارجه وزير چي له فلسطين سره خپلي اړيکي ساتي له يوه په اصطلاح » مړ پيدا سوي ماشوم« څخه خبري وکړې. هغه زياته کړه چي دا داسي يو خصمانه پلان دی چي د دوو دولتونو د جوړولو د پلان د هدف د له منځه وړلو او د فلسطيني خاوري د په لاس راوړلو له پاره جوړ سوی دی.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هغه د سيمي او نړۍ له پاره يو بيروونکی خوب وباله او هيله يي څرگنده کړي چي په نړۍ کي نور مسلمانان هم راويښ کړي.

روسيې په محتاطانه ډول غبرگون ښودلی

عباس د سه شنبه په ورځ دا خبره واضح کړه چي هغه د ملگرو ملتو تر پريکړه ليک لاندي معاملي پلوي دی او نه د امريکا متحده ايالاتو تر مشرتابه لاندي.

فلسطينيان له هغه راهيسي د امريکا حکومت بايکاټ کوي چي د ۲۰۱۷ کال په پای کي ترمپ بيت المقدس په يو طرفه ډول د اسرائيلو د پايتخت په توگه په رسميت وپيژانده.

خو د روسيي حکومت بيا له احتياطه کار اخلي. خارجه وزير سرگي لاوروف وړانديز کوي چي د منځني ختيځ په اړه د ترمپ پلان دي د نړيوالي ارزوني له پاره د روسيې مشرتابه، ملگرو ملتونو، اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو ته وړاندي سي.