1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د ديوال جوړولو پلان پر ضد ډله ايزه حقوقي دعوا

۱۳۹۷ بهمن ۳۰, سه‌شنبه

په امريکا متحدو ايالاتو کې د مکسيکو پر سرحد د ديوال جوړولو په اړه د ولسمشر دونالد ترمپ د پلانونو پر ضد مقاومت مخ پر زياتېدو دی. د امريکا ۱۶ ايالتونو د ترمپ د دې چلن پر ضد حقوقي دعوا کړې ده.

https://p.dw.com/p/3DeJQ
USA San Diego - Prototyp geplanter Mauer zu Mexiko
انځور: picture-alliance-/Zuma/San Diego Union-Tribune/J. Gibbins

د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا له مکسيکو سره پر سرحد د ديوال جوړولو په تړاو د بېړني حالت د اعلان پر سر جگړه کې شپاړسو ایالتونو د قانوني توضيحاتو غوښتنه کړې ده. د سان فرانسسکو ايالتي محکمې ته په وړاندي کړل شوې دعوا کې د ترمپ دا کړنه د امريکا له اساسي قانون څخه سرغړونه بلل شوې ده.

خو په دعوا کې په ځانگړي توگه دوو مادو ته ځای ورکړل شوی دی چې پکښې د قوانينو د طرز العمل او د عامه بسپونو په کارولو کې د کانگرس د نقش موضوع مطرح شوې ده.

د دعوا په محتوا کې راغلي دي چې ترمپ د کانگرس د خوښي پرخلاف او د «يوه احتمالي بحران په پلمه» دولتي پيسې د يوه ديوال جوړولو ته ځانگړي کړي دي.

ترمپ د تيرې جمعې په ورځ د ملي بيړني حالت د اعلانولو په دليل کې ويلي ول چې له مکسيکو سره پر پوله  د مخدره موادو، انساني قاچاقبرانو او جنايي ډلو له «يرغل» سره مخامخ يو.

له واکه ناوړه گټه؟

د کاليفورنيا عموي څارنوال ساوير باڅيرا وويل چې دا حقوقي دعوا بايد ترمپ له خپله واکه له ناوړه گټي اخيستلو څخه را وگرځوي او «په يو اړخيزه توگه به د ماليه ورکوونکو د هغو پيسو د بې درکه کېدو مخه ونيوله شي چې د کانگرس له خوا زموږ په ايالاتونو کې د اوسيدونکو له پاره ځانگړي شوي دي.»

USA Rede Präsident Donald Trump
د مکسيکو سره ديوال جوړول د ترمپ د ټاکنیز کمپاين تر ټولو مهمه ژمنه وهانځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د بيړني حالت په اعلانولو سره ترمپ غواړي چې له هغو برخو څخه پيسې تر لاسه نه کړي چې د دغه شان مقاصدو له پاره دي، بلکي له نورو لارو په ځانگړې توگه بيا له دفاع وزارته. په دې ترتيب سره به نو د پارلمان له تصويب پرته، په ټولیزه توگه ۸ ميليارده ډالره د ديوال جوړولو له پاره راټولي شي.

د مکسيکو پر سرحد د ديوال جوړول د ترمپ د انتخاباتي مبارزې يوه مهمه ژمنه وه. ترمپ په اصل کې په دې موخه له کانگرس څخه ۵،۷ ميلیارده ډالره غوښتي ول. خو د ديموکرات گوند استازو يې په کلکه مخالفت وکړ. په آخر کې کانگرس يوازي ۱،۴ميليارده ډالره ومنل، يعني د هغو پيسو يو په څلورمه چې ترمپ یې غوښتنه کړې وه.