1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د استیضاح له پاره پلټنو شدت موندلی

۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبه

د امریکا په کانګرس کې د استازو مجلس د دونالد ترمپ د استیضاح له پاره پلټنو ته شدت ورکړی. په اوس وخت کې د دیموکرات ګوند د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې اکثریت لري.

https://p.dw.com/p/3Qlsd
USA Washington Donald Trump
انځور: picture-alliance/Captital Pictures/MPI/RS

د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې د دیموکرات ګوند نمایندګانو سپينې ماڼۍ ته ویلي دي چې د اوکراین په معامله کې پر ولسمشر دونالد ترمپ د لګول شویو تورونو په اړه دې اسناد وړاندې کړي. د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره د دونالد ترمپ د تلیفوني خبرو اترو تر عام کیدو وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر د استیضاح په خاطر له پلټنو سره مخامخ دی.

په دغو تلیفوني خبرو اترو کې د تور له مخې ترمپ له خپل اوکرایني سیال څخه غوښتي وو چې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن پر ضد دې تحقیقات پیل کړي.

د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو او امنیتي کمیټو د مشرانو په خبره سپينه ماڼۍ تر اوسه پورې په دې مسئله کې همکاري نه کوي او د دوی ډیرې غوښتنې یي له پامه غورځولي دي.

په دې اړه سپينې ماڼۍ ته دنده سپارل شوې ده چې د اکتوبر میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې دې د دې موضوع په ارتباط اسناد وړاندې کړي. په همدې اړوند یوه غوښتنه د مرستیال ولسمشر مایک پنس ته هم استول شوې چې هغه دې د ترمپ او زیلنسکي ترمنځ د تلیفوني خبرو اترو او د اوکراین له پاره د امریکایي مرستو د امر په اړه معلومات وړاندې کړي.

د پنس دفتر د دې غوښتنې په ردولو سره ویلي دي چې په دې غوښتنه کې هیڅ کومه مهمه پوښتنه نه وه پوښتل شوې.

په همدې منځ کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو هم د استازو په مجلس کې د بهرنیو چارو د کمیټې د غوښتنې سربیره د اکتوبر میاشتې په ۴ نیټه مجلس ته حاضر نه شو. د استازو مجلس د دونالد ترمپ د شخصي وکیل او د نیویارک پخواني ښاروال رودې جولیاني د استیضاح امر هم صادر کړی دی.

د امریکا د ولسمشر د استیضاح مسئله د امریکایي رسنیو ترڅنګ د سیاسي کړیو ترمنځ هم د بحث مهمه موضوع تشکيلوي. دوه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر له خپل اوکرایني سیال سره له خپلو خبرو دفاع هم کړې وه. ترمپ ویلي وو چې دا د هغه مسئولیت او حق دی چې هغه په هیواد کې دننه د هر ډول فساد پر وړاندې پلټنې وکړي.

 Camino Gonzalez, Jenipher/sn/aa