1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او کلنتن مناظره، چا وګټله او پکې څه تیر شول؟

۱۳۹۵ مهر ۶, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشري له پاره کانديدانو دیموکراټي هیلرې کلنتن، او جمهوري غوښتونکي دونالد ترمپ، د دوشنبې په شپه لومړۍ تلويزيوني مناظره وکړه. د دواړو استازو ویلي دي چې نوماند یې دغه مناظره ګټلې ده.

https://p.dw.com/p/2Qceo
USA Wahlkampf TV Duell
انځور: Reuters

د هیلري کلنتن د کمپاین مشر براین فالون، تر مناظرې وروسته وویل: «زه فکر کوم چې د نن شپې د مناظرې پر میز یوازې سر قومندان علی موجود وو. او هغه هیلري کلنتن وه.»

د کلنتن د کمپاین مشر زیاته کړې ده: «د مناظرې په لومړیو ۳۰ دقیقو کې روښانه شوه چې دونالد ترمپ د امریکا متحدو ایالاتو د خلکو په سترګو کې د له منځه تلو په حال کې دی او حالات د دونالد ترمپ له پاره د مناظرې په وروستۍ یو پر دریمه برخه کې مخ پر خرابیدو شول.»

فالن وویل چې تر دې مناظرې وروسته به د هیلري کلنتن د کمپاین مورال لا پسې لوړ شي. هغه روښانه کړې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشري ټاکنې ډیري سره نژدې دي او ښايي وضعیت همداسې پاته شي. خو د دیموکراتانو د کانديدي د کمپاین دغه چارواکې روښانه کړه: «زه فکر کوم چې دا مناظره د هغو کسانو ذهنونه روښانوي چې د لومړي ځل له پاره یې د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشریزو ټاکنو سره لیوالتیا ښوولې ده. هغه [دونالد ترمپ] نن شپه ډیر داسې شواهد وړاندي کړل چې وښيي هغه د ولسمشري له پاره مناسب کس نه دی.»

د ترمپ کمپاین هم له توتیتر ټولنیزې پاڼې څخه په استفادې سره د مناظرې په اړه څرګندوې وکړي. د ترمپ انتخاباتي تیم لیکلي دي: «د نن شپې مناظره د ښاغلي ترمپ له پاره یوه لویه بریا وه. د مناظرې پر مهال ښاغلي ترمپ، ریګن ته ورته رهبري او داسې یو لید لوری وښود، چې هیواد ورته اړتیا لري.»

د ترمپ د کمپاین چارواکو پر هیلرې کلنتن باندې هم نیوکې کړې دي او هغه یې له قانون څخه په بې خبرۍ تورنه کړې ده: «د ښاغلي ترمپ د نن شپې مناظرې له هیلري کلنتن سره ډیر توپیر لاره. هغې وښوله چې په هغې اندازه چې له بهرني سیاسته بې خبره ده، په همدې اندازه له قانونه هم اطلاع نه لري.»

د ترمپ کمپاین ادعا کړې چې د دوشنبې د شپې یوازینی ګټونکي دونالد ترمپ وو او «هغه وښوده چې یوازې همدې د امریکا متحدو ایالاتو د خلکو کانديد دی».

خو په ټولنیزو رسنیو کې کیدونکي بحثونه ښيي چې هیلري کلنتن په دې مناظره کې برلاسې وه.

په مناظره کې څه تیر شول

دواړو کانديدانو یو پر بل باندي سخت لفظي بریدونه وکړل. هیلري کلنتن پر دونالد ترمپ باندې د ښځو په اړه د نامناسبو څرګندونو، د خپل مالي وضعیت په اړه د مبالغې کولو او پلان نه لرلو تور ولګاوه. ترمپ بیا پر هیلري کلنتن باندې د ایمیلونو د پاکولو او ناوړه تجربې لرلو له کبله نیوکې وکړې.

تر دې مخکې ترمپ ویلي ول چې هیلري کلنتن د ولسمشر کیدو له پاره اړین استقامت نه لري. خو هیلري کلنتن د ترمپ د دغې نیوکې ځواب ورکړ: «کله چې دی [دونالد ترمپ] ۱۱۲ هیوادونو ته سفر وکړي، د سولې او یا هم اوربند د یوه تړون پر سر توافق رامنځ ته کړي او یا هم د کانګرس د یوې کمیټې پر واندې د ۱۱ ساعتونو له پاره حاضر شي، بیا دې راشي له ما سره د استقامت په اړه خبرې وکړي.»

کله چې کلنتن د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر د میرمنې، سناتورې او بهرنیو چارو وزیرې په توګه خپلې تجربې یادې کړې نو ترمپ وویل: «زه موافق یم چې هغه تجربه لري، خو دا بده تجربه ده.»

ترمپ ادعا کوي چې هیلري کلنتن د خپلې کارې دورې پر مهال په ډیرو برخو کې ناکامه شوې، ناسمو موافقو او تړونونو ته یې سر ټيټ کړی او دا چې په چارو کې ناکامه شوې ده. هغه د تل په شان د دوشنبې د شپې د مناظرې پر مهال هم وویل: «هیلري کلنتن د هر بل سیاستوال په توګه یوازې خبرې کوي. دغه خبرې په اوریدو کې ښې بریښي، خو په عمل کې نه پیاده کیږي. هغه تل یوازې خبرې کوي، نه عمل.»

اټومي وسلې هم د مناظرې یوه بله موضوع وه. هیلري کلنتن د دونالد ترمپ هغو څرګندونو ته اشاره وکړه چې ویلي ول چې هغه د ولسمشر کیدو په صورت کې کومه ستونزه نه لري که د بیلګې په توګه جاپان اټومي وسلې ترلاسه کړي.

هیلري کلنتن وویل چې همدا موضوع د هغې له پاره ډیره د اندیښنې وړ ده. ترمپ بیا د هیلري په ځواب کې وویل چې هغه موافق دی چې اټومې وسلې يو ګواښ دی، خو پر خپلې سیالې يې غږ وکړ چې شمالي کوریا ته دې ولاړه شي او هلته دې د امریکا متحدو ایالاتو ستونزه حل کړي.

هیلري کلنتن د داعش په اړه خبرې وکړې. هغې وویل: «ما په خپله انترنتي پاڼه کې یو پلان وړاندي کړی چې څرنګه کولای شو اسلامي دولت مات کړو. په دې پلان کې په انترنت کې د هغوی ځپل، او همدارنگه په رقعه ښار کې پر هغوی باندې بمبارۍ شاملي دي. زه هیله لرم چې موږ وکولای شو چې په یوه کال کې هغوی له عراق څخه وباسو.»

خو ترمپ بیا د داعش د رامنځ ته کیدو پړه پر هیلري کلنتن او ولسمشر بارک اوباما واچوله او پر کلنتن یې نیوکه وکړه چې هغه خپل ټول پلان، دغې ډلې ته ښيي چې له کبله یې د پلان موثریت له منځه ځي: «اوباما او هیلري له عراق څخه د امریکایي ځواکونو په ايستلو سره خلا رامنځ ته کړه. په دې کار سره هغوی د اسلامي دولت له ودې سره مرسته وکړه.»

پر دې سربیره دواړو کانديدانو پر نورو ډیرو موضوعګانو هم بحثونه وکړل. خو په پای کې دواړو دا ومنله چې له دیموکراسي به ملاتر وکړي او د خپل سیال د ګټل کیدو په صورت کې به، د هغه یا هغې ملاتړ وکړي.

نور مطالب