د ترافیکي ګڼې ګوڼې له اړخه د نړۍ تر ټولو بند ښارونه
په نړۍ کې په محدود شمیر ښارونو کې ښايي داسې ښارونه وي چې خلک ترې د ترافيکي ګڼه ګوڼې شکایت ونه لري. د انریکس په نامه یوه سازمان د نړۍ په ۳۶ هیوادونو کې د ښارونو ګڼه ګوڼې ته کتنه کړې ده.
۱۔ مسکو، روسیه
پر سړکونو د موټرو د ګڼه ګوڼې له کبله د روسیې پلازمېنه مسکو تر ټولو په بد وضعیت کي دی. د تیرکال په ترڅ کې موټر چلوونکو په اوسط ډول په کال کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله ۲۱۰ ساعته په ترافيکي بندښت کې تير کړي دي.
۲۔ استانبول، ترکیه
په ترکیه کې بیا استانبول ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼي او بندښت له کبله په دوهم ځای کې دی. د دې ښار پر سړکونو باندې په کال کې په اوسط ډول موټر چلوونکي ۱۵۷ ساعتونه په ترافيکي بندښت کې تیروي.
۳۔ بوگوټا، کولمبیا
په دې درجه بندۍ کې د کولمبیا بوګوټا ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼې له اړخه دریم بد ښار دی. خو د موټرو د بندښت له کبله پر سړکونو باندې د خلکو د وخت د ضایع کیدو له اړخه دغه ښار په لومړي مقام کې دی. د کولمبیا په بوګوټا ښار کې په کال کې په اوسط ډول هر موتر چلوونکی ۲۷۲ ساعته وخت په بندښت کې تیروي.
۴۔ میکسیکو سټي، مکسیکو
د ترافیکو د ګڼه ګوڼې د بد وضعیت له کبله د مکسیکو پلازمېنه مسکسیکو سیټي په څلورم ځای کې موقعیت لري. د تیرکال په ترڅ کې د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله د دې ښار موټر چلوونکو په اوسط ډول په کال کې ۲۱۸ ساعته وخت ضایع کړی دی.
۵۔ ساؤ پاؤلو، برازیل
د برازیل تر ټولو ستر ښار ساؤ پاؤلو د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله په نړۍ کې پنځم ښار دی. په ساؤ پاؤلو ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې او د موټرو د بندښت له کبله په کال کې په اوسط ډول ۱۵۴ ساعتونه وخت ضایع کيږي.
۶۔ لندن، بریتانیا
د بریتانیا پلازمینه لندن ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله په دې درجه بندۍ کې ۶ ښار دی. د تیرکال په ترڅ کې په اوسط ډول د دغه ښار موټر چلوونکو ۲۲۷ ساعتونه پر بندو سړکونو تیر کړي دي.
۷- ریو دي جنیرو، برازیل
د برازیل بل ستر ښار ریو دي جنيرو هم د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله ښه نوم نه لري او په اوم مقام کې دی. په دې ښار کې تیرکال د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله په اوسط ډول د موټروانانو ۱۹۹ ساعتونه په بندښت کې ضایع شوي دي.
۸۔ بوسټن، امریکا متحده ایالات
د امریکا متحده ایالاتو بوسټن ښار بیا په اتم مقام کې دی. په دې ښار کې د تیرکال په ترڅ کې د موټرو د ګڼه ګوڼې له کبله د موټر چلوونکو ۱۶۴ ساعتونه وخت په بندښت کې ضایع شوی دی.
۹۔ سینټ پیټرزبرگ، روسیه
د روسیې بل ښار سانکت پيترسبورگ بیا د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله په نهم ځای کې دی. تیر کال په دې ښار کې د موټرو د بندښت له کبله موټر چلوونکو په اوسط ډول ۲۰۰ ساعتونه په موټرو کې تیر کړي دي.
۱۰۔ روم، ایټالیا
د ایټالیا پلازمېنه روم هم د موټرو د ګڼه ګوڼي له کبله په بد وضعیت کې دی او ۱۰م ځای لري. تیرکال په دې ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله موټر چلوونکو په اوسط ډول ۲۵۴ ساعتونه د موټرو په بندښت کې تیر کړي دي.
۱۵۔ برلین، آلمان
د جرمني پلازمېنه برلین بیا په دې درجه بندۍ کې ۱۵م ځای لري. په ۲۰۱۸م کال کې د برلین ښار موټر چلوونکو د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله په اوسط ډول ۱۵۴ ساعتونه د موټرو په بندښت کې تیر کړي دي. د دې ستونزې له کبله د برلین ښار ډير اقتصادي زیان هم لیدلی دی.
۱۶۔ پاریس، فرانسه
د فرانسې پلازمېنه پاریس بیا د موټرو د ګڼه ګوڼې او بندښت له کبله په ۱۶ ځای کې دی. تیرکال په دې ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله موټر چلوونکو په اوسط ډول ۲۳۷ ساعتونه وخت د موټرو په بندښت کې تیر کړی دی. له همدې کبله بیا د ټولي نړۍ په کچه پاریس د ترافیکي ګڼه ګوڼې له اړخه پنځم ښار دی.