د تحصيل له پاره تر ټولو ښه هيوادونه کوم دي؟
د يوې څېړنې له مخې، تيرکال څه باندې پنځه ميليونه محصلان د لوړو زدکړو له پاره بهرنيو هيوادونو ته تللي ول. په دغه انځوريز رپوټ کې لس هغه هيوادونه درپيژندل شوي چې په ۲۰۱۶م کال کې يې تر ټولو ډير بهرني محصلان درلودلي.
۱۔ امريکا متحده ايالات
امريکا د بهرنيو محصلانو له پاره تر ټولو د خوښې هيواد دی. د هغو محصلانو له ډلې چې په بهرني هيوادونو کې لوړې زده کړي کوي، ۱۹ سلنه برخه يې امريکا انتخابوي.
۲۔ بريتانيا
په ۲۰۱۶م کال کې د تحصيل له پاره دوهم تر ټولو غوره هيواد بريتانيا ښوول شوی. په دغه کال د نړۍ ۸،۵ سلنه نړيوالو محصلانو بريتانيا انتخاب کړې وه.
۳ - استراليا
د تحصيل له پاره د نړۍ په کچه دريم غوره هيواد استراليا ښوول شوی. د څيړنې په حواله په مجموعي توګه د نړۍ ۶،۶ سلنه بهرني محصلان د استراليا پوهنتونونه انتخاب کړي دي.
۴ ۔ آلمان
آلمان د هغو ملکونو په کتار کې لومړی ځای لرلی چې تحصيلات په کې له انګلیسي ژبې پرته کيږي. د آلماني پوهنتونونو ۴،۹ سلنه برخه نړيوال محصلين دي.
۵ - فرانسه
فرانسه هم د لوړو زدکړو له پاره د غوره هيوادونو په ډله کې راځي. هغه محصلين چې د تحصيل له پاره بهرني هيوادونو ته ځي ۴،۸ سلنه برخه يې فرانسه انتخابوي.
۶ - روسيه
روسيه په ۲۰۱۶م کال کې د تحصيل له پاره د نړۍ شپږم غوره هيواد ارزول شوی. د څيړنې له مخې په دغه کال ۴،۸ سلنه نړيوالو محصلينو د روسيې پوهنتونونه ته مخه کړې وه.
۷ - کانادا
په کانادا کې هم لوړې زده کړې په انګليسي ژبه ورکول کيږي. ۳،۷ سلنه بهرني محصلان د لوړو زدکړو د ادامې له پاره کانادا انتخابوي.
۸۔ جاپان
په ۲۰۱۶م کال کې ۲،۸ سلنه نړيوالو محصلينو د لوړو زده کړو له پاره جاپان ته مخه کړې وه.
۹ - چين
په ۲۰۱۶م کال د نړۍ د هغو محصلينو له ډلې چې په بهرنيو هيوادونو کې لوړې زده کړې کوي، ۲،۸ سلنه برخې يې د چين پوهنتونونه انتخاب کړي ول.
۱۰ - ماليزيا
په ترسره شوې څيړنې کې، ماليزيا په ۲۰۱۶م کال کې د بهرنيو محصلانو له پاره لسم غوره هيواد ګڼل شوی دی. په دغه کال د نړيوالو محصلينو له ډلې څخه ۲،۴ سلنه يې د ماليزيا پوهنتونونه انتخاب کړي ول.