1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاج محل د داخلیدو ټکټ پنځه برابره لوړ شوی دی

۱۳۹۷ آذر ۲۰, سه‌شنبه

تاج محل تاریخي ودانۍ ته د ځايي سیلانیانو د کمښت او دغي ودانۍ ته د زیان د رسیدو د مخنیوي په موخه، د هندوستان چارواکو پر هندي اتباعو د داخلیو فیس پنځه برابره لوړ کړی دی. دغه فیس د بهرنیو سیلانیانو له پاره هم لوړ شوی.

https://p.dw.com/p/39t2d
Taj Mahal
انځور: picture-alliance/David Ebener

تاج محل چې نه یوازې په هندوستان، بلکې په ټوله نړۍ کې مینه وال لري، له دې وروسته به ښايي د کمو سیلانیانو کوربه وي. د هندوستان چارواکو دغې تاریخې ودانۍ ته د زیان د رسیدو د مخنیوي او همدا راز د داخلي سیلانیانو د شمیر د کمښت په موخه د داخلیو فیس پنځه برابره لوړ کړی دی. د معلوماتو له مخې په ورځني ډول له دې تاریخي ودانۍ د ۱۰ زرو او ۱۵ زرو ترمنځ لیدونکي لیدنه کوي. یوازې په ۲۰۱۶م کال کې د دغې ودانۍ پر سپینو مرمرو شاوخوا ۶،۵ میلیونه کسان ګرځیدلي دي.

د مغلو د دورې د پاچا شاه جهان د سلطنت په دوره کې خپلې میرمنې ته ډالی شوې یادې تاریخي ودانۍ ته به هندي اتباعو تر دې وړاندې ۵۰ هندي کلدارې د داخلیدو فیس ادأ کاوه. تر دې وروسته دغه بیه ۲۵۰ کلدارو ته لوړه شوې ده. د دې ترڅنګ نړیوال سیلانیان به هم له دې وروسته د شاوخوا ۱۶ ډالرو پر ځای نیږدې ۱۹ ډالر د داخلیدو فیس ادأ کوي.

د هندوستان د تاریخي آثارو د سروې کولو د ادارې یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د بیو د لوړلو په هکله وویل چې موږ له دې امله د داخلیدو فیس لوړ کړی، څو دغې ودانۍ ته د راتلونکو کسانو شمیر کم شي. د سیلانیانو د شمیر د کمولو ترشا بل اصلي دلیل د ځینو سیمو د استهلاک مخنیوی هم په ګوته شوی دی.

د هندوستان اړوند چارواکي وايي چې د فیس په زیاتیدو سره به ښايي د سیلانیانو شمیر د ۱۵ او۲۰ فیصده په شاوخوا کې کم شي او له دې لارې به د دې تاریخي ودانۍ د ترمیم له پاره به لا ډیرې پیسې راټولې شي.

Indien Besuch des Taj Mahals
انځور: UNI

تاج محل ته د داخلیدو له پاره د فیس د زیاتوالي اقدام داسې مهال عملي کیږي چې تر دې وړاندې د دغه هیواد چارواکو د ۱۷ میلادې پیړۍ دغې تاریخي ودانۍ ته د سیلانیانو شمیر په ورځني ډول له ۷۰ زره څخه یوازې ۴۰ زرو ته راټیت او محدود کړ.

د تاریخي آثارو کارپوهان وايي چې په دې تاریخي ودانۍ کې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه د دې سبب ګرځیدلي چې د ودانۍ دیوالونه، بنسټونه او غولی زیان وویني. سربیره پر دې د تاج محل ودانۍ ته نیږدې د یامونا په نامه په سیند کې د حشراتو فاضله موادو هم دغې ودانۍ ته زیان رسولی دی. دغه سیند د هندوستان یو له ککړو سیندونو څخه شمیرل کیږي.