د بې کوره کسانو له پاره د سیارو حمامونو درلودونکی بس
۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبهد جرمني د هامبورګ بندري ښار هغه بې کوره کسان چې تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوي اوس کولی شي په یو بس کې ولمبیږي او په همدې بس کې ورته د پاکو جامو آسانتیاوې هم برابرې شوي دي. دې بس ته د «شاور بس» نوم ورکړل شوی دی.
د بې سرپناه کسانو له پاره د دې ځانګړي بس انتظام د ډومینیک بلواه په نوم داسې یو کس کړی دی چې دی پخپله هم تر ډیره وخته پورې بې کوره او مجبور وو چې د سړک پر غاړه تر شنه آسمان لاندې ژوند وکړي.
ډومینیک وایي کله چې بې کوره وو نو تر ډیره وخته پورې به یي نه شوای کولی ولمبیږي. له همدې امله يي د »شاور بس« د پروژې له پاره د بسپنې پر راټولولو پيل وکړ او ۱۶۸ زره یورو یي راټولې کړې.
ډومینیک وایي چې بس ډیر پراخه ځای لري او سړی کولی شي په ډیر راحت سره په با عزته توګه په کې شاور يا دوش ونیسي. سربیره پر دې په بس کې د بې سرپناه کسانو له پاره د پاکو جامو بندوبست هم شوی دی.
د هامبورګ د چارواکو په وینا په دې ښار کې تر ۲۰۰۰ ډير بې سرپناه کسان موجود دي، خو د ګوبانیو په نوم مدني ټولنې په حواله د داسې کسانو واقعي شمیر تر دې ډیر لوړ دی.
څه موده مخکې د آلمان په پلازمېنه برلين کې هم د «شاور سروس» ابتکار پيل شوی وو، خو په برلين کې دغه خدمات یوازې ښځينه بې کوره کسانو ته مخصوص او ځانګړي شوي وو.
دویچه ویله درې/ ش.ن/ن.ص
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: