د بگرام زندان مسئوليت افغانانو ته وسپارل سو
۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبهدغه کار د دواړو اړخونو تر منځ د روان کال په مارچ میاشت کي د یوې موافقې له مخي شوی دئ.
دغه کار په داسي حال کي تر سره کیږي چي تر دې دمخه د متحده ایالاتو د دې پریکړي په اړه پوښتني راولاړي شوي وې.
د افغان پوځي پولیسو قوماندان صفی الله صفي، په دې اړه جوړي سوي غونډي ته وویل: «نن ۱۳۸۲ افغان زندانیان پولیسو ته تسلیم شول.»
په همدې حال کي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر عنایت الله نظري، وویل: «زه خوښ یم چي نن موږ د یوې ډیرې شانداري غونډي شاهدان یو چي په ترڅ کي ئې د افغان زندانیانو مسئولیت پخپله افغانانو ته سپارل کیږي.»
ویل کیږي چي دغه کار تر ډیره ځايه پوري تشریفاتي بڼه لرله، ځکه چې لا وختي ډیری زندانیان د افغانانو تر ساتني لاندي ول.
خو اوس هم باید د پاته۷۰۰ زندانیانو د برخه لیک په اړه پریکړه وشي. متحده ایالاتو افغان ځواکونو ته د ۵۰ بهرنیو زندانیانو مسئولیت افغانانو ته نه دئ سپارلی.
د دغو زندانیانو ډیری برخه پاکستانیان دي. امریکایي چارواکي وایي، چي دغه زندانیان د مارچ د میاشتي تر تړون لاندي نه راځي. اوس نو د بگرام زندان نوم د پروان زندان په نامه شو.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل