د بيروت په مظاهرو کې نژدې ۴۰۰ تنه ټپيان شوي دي
۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبهله بيروت څخه د خبري آژانسونو د شنبې ورځې (د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۱۸مه) په رپوټونو کې ويل شوي چې د نښتو او ناآراميو مرکز، په دغه ښار کې د لبنان د پارلمان شاوخوا وه. ويل شوي چې شاوخوا ۸۰ ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.
په لومړنيو رپوټونو کې ويل شوي وو چې د شورش ضد پوليسو او مظاهره کونکو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۲۲۰ تنه ټپيان شوي دي، خو تازه رپوټونه وايي چې د ټپيانو شمير نژدې ۴۰۰ دی. رپوټونه وايي چې دا د اعتراض کونکو او پوليسو تر منځ تر ټولو شديدې نښتې دي چې د لبنان پارلمان مخې ته شوي دي. د خلکو دغه اعتراضونه په لبنان کې د نوي حکومت د نه جوړيدو په غبرګون کې ترسره کيږي.
د شنبې ورځې په ناآراميو کې اعتراض کونکو پر پوليسو باندې ډبرې وارې کړي او پوليسو هم د هغوی د بې نظمه کولو له پاره د اوبه پاشونکو موټرو او اوښکې بهونکو ګازو څخه کار اخيستلی دی.
په مقابل کې اعتراض کونکو د پيسو د ورکړې اتومات ماشينونو، مغازو او کثافت دانيو ته اورونه واچول تر څو يې د اوښکو بهونکو ګازو اغيز راکم کړی وي. دوی دغه راز د ونو څخه په استفادې لارې وتړلې او د »انقلاب، انقلاب« شعارونه يې ورکول. په دې منځ کې يو شمير اعتراض کونکي د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د لبنان پوځ، په لسونو پوځي موټر استولي ول تر څو يې د اعتراضونو په مقابل کې له پوليسو سره مرسته کړې وي. پوليسو بيا له اعتراض کونکو څخه غوښتي وو چې د امنيتي پوليسو پر وړاندې له مخامخ تاوتريخوالو څخه لاس واخلي.
د لبنان د کورنيو چارو وزير راجا حسن د اعتراض کونکو له خوا پر حکومتي تاسيساتو حملې او خصوصي شتمنيو ته زيان اړول د نه منلو وړ بللي دي.
ولسشمر ميشل عون، د لبنان له دفاع وزارت څخه غوښتي چې په هيواد کې د روانو نا آراميو د پای ته رسولو او د امنيت د ټينګښت له پاره دې خپلې هڅې نه سپموي. هغه په عين وخت کې د يوه ټويټ په خپرولو له پوليسو غوښتي چې له سوليزو لاريون کونکو څخه ملاتړ وکړي.
په بيروت کې د شنبې ورځې اعتراضونه د هغو اعتراضونو په ادامه کې ترسره کيږي چې څو اوونۍ مخکې پيل شوي دي. دغه اعتراض کونکي د حکومتي چارواکو د فساد په مقابل کې واټونو ته راوتلي ول. اعتراض کونکي د ټولو هغو سياستوالو چې په فساد کې ښکيل دي د ګوښه کولو او د بنيادي اصلاحاتو راوستل غواړي. په يونان کې د خلکو پراخ اعتراضونه په دغه هيواد کې د سياسي او اقتصادي بحران د رامنځ ته کيدو سبب واقع شوی دی.