1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوسنيا پوليسو ۵۰ مهاجر له سرحده د اوښتو پر وخت درولي دي

۱۳۹۷ شهریور ۱۱, یکشنبه

د بوسنيا پوليسو د افغانانو په ګډون شاوخوا پنځوس مهاجر له يو کارګو اورګاډي څخه کوز کړي دي. د رپوټونو په حواله روان کال په بوسنيا کې شاوخوا ۱۱ زره نوي مهاجر راجستر شوي چې ډيري ېې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/34AhL
Gewalt gegen Flüchtlinge durch kroatische Grenzpolizei
په بوسنيا کې مهاجر - آرشيفانځور: Infomigrants/Nasir Ahmadi

د رويترز خبري آژانس په حواله دغه مهاجر د جمعې په شپه ناوخته هغه مهال چې غوښتل يې د سربيا له سرحده واوړي د بوسنیايي پولیسو له خوا پر سرحد د ګزمې پرمهال ودرول شول.

که څه هم بوسنيا د اروپايي اتحاديې هيوادونو ته د غيرقانوني مهاجرتونو له اصلي لارو څخه نه ګڼل کيږي، خو د روان کال له پيل راهيسې ډیر شمير مهاجرو دغه هيواد ته رسيدلي دي.

د رويټرز د رپوت په حواله، د روان کال له پيل راهيسې په بوسنيا کې له آسيا او افريقا څخه رسيدلي شاوخوا ۱۱ زره مهاجر راجستر شوي دي.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې له يو ميليون څخه ډير مهاجر او پناه غوښتونکي د بالکان له لارې اروپا ته ورسيدل. تر هغې وروسته د سيمې هيوادونو دغه لار د مهاجرو پر مخه وتړله چې تر دغه اقدام وروسته مهاجرو بوسنيا هيواد څخه د يوې نوې ترانزيتي لارې په توګه کار اخلي.

د پوليسو يوې سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې ده ويلي دي چې «مهاجر (د سربيا او بوسنيا تر منځ سرحدي سيمه کې) د درينا سيند څخه د تيريدو په حال کې وو. دوی له ۲۵۰ تر ۳۰۰ يورو پورې قاچاقبرانو ته ورکړې وې تر څو يې د درينا له سيند څخه هاخوا يې پورې ايستلي وای.

سربيا ته یو شمير بيرته ستنو شوو کسانو، چې د پيښې شاهدان ول، رويترز اژانس ته يې وويل، کارګو اورګاډی چې سکاره په کې بار ول، د بوسنيا سرحد ته نژدي په زورنيک (Zvornik) ښارګوټي کې د درينا سيند پر غاړه په توقف ځای کې ودرول شو. دوی وايي د اورګاډي له درولو سره سم يو شمير مهاجرو د هغه له پاسه ځانونه لاندې ګوزار کړل او هڅه يې کوله چې وتښتي.

پوليس او رويټرز خبري اژانس وايي چې په اورګاډي کې پاتې مهاجر بيرته سربيا هيواد ته راوستل شوي دي. په رپوټ کې ويل شوي دي چې پوليسو په دې اړه د زياتو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

بوسنيايي چارواکي وايي چې دغه هيواد ته رسيدلي مهاجر د سربيا، البانيا او مونتينګرو له طريقه دلته رسيږي چې په هغو کې ډیري يې د افغانستان، ايران، سوريې او پاکستان څخه دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: