د بوریس جانس په مقابل کي د بریتانویانو قهر مخ پر ډیریدو دی
۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبهد بوریس جانس د شخړه ایزو تدابیرو پرضد یوه انترنیتي غوښتنه د لږو ساعتونو په ترڅ کي تر یوه ميلیون اضافه کسانو امضأ کړه. خو دا اول وار نه دی، چي بریتانویان د یوې انترنیتي غوښتني له لاري خپل نظر ښکاره کوي. همدا د سږ عیسوي کال په مارچ میاشت کي هم تر شپږو ميلیونو اضافه کسانو په اروپايي ټولنه کي د پاتیدو په خاطر یوه انترنیتي غوښتنه امضأ کړې وه.
په عین حال کي په ډیرو ښارونو کي پرون چهارشنبه(د اگست ۲۷ مه) په زرونو کسانو مظاهرې وکړې. په لندن کي مظاهره کوونکي د پارلمان او صدرات سره نژدې راټول سوي ول. هغوی د «کودتأ» د ختمیدو شعارونه ورکوله او د اروپا بیرغونه یې رپوله.
صدراعظم بوریس جانس دوې میاشتي تر پلان سوي بریکزیټ دمخه پارلمان په جبري ډول سره رخصت کړ.
ملکې الیزابت دوهمي هم د صدراعظم دغه ډول یوه غوښتنه منلې ده، د کوم پراساس چي د پارلمان د دوبي عنعنوي رخصتي به د اکتوبر تر ۱۴ مي پوري تمدید سي. دغه تصمیم د پارلمان وکیلانو ته عملأ ډیر لږ وخت او امکانات ورکوي چي د یوه سخت او بې تړونه بریکزیټ مخنیوی وکړي. ځکه نو ډیرو وکیلانو په عصبانیت سره عکس العمل ښکاره کړی دی.
د برتانيا د پارلمان رئیس، جان بیرکوف ته چي د پارلمان ددغه جبري رخصتۍ څخه تر هغه دمخه خبر نه ؤ ورکول سوی، دا کار یې د«اساسي قانون څخه سرغړونه» وبلله. د کارگر گوند رئیس، جیرمي کوربین د پارلمان جبري رخصتي یوه «رسوايي» بللې او پر بوریس جانس یې تور لگولی دی، چي غواړي دیموکراسۍ ته ضربه ورکړي، څو یوه سخت او بې تړونه بریکزیټ ته زمینه برابره کړي.
زموږ د ارششیف څخه یو انځوریز البوم:(12.06.2016 )