1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرنیو ځواکونو وتل او د القاعدې د بیا راڅرګندیدو خبرداری

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبه

د امریکا ځانګړو ځواکونو لس کاله دمخه د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه. خو لس کاله وروسته هم دغه ترهګره شبکه لا فعاله ده. له افغانستان څخه د ځواکونو وتل ښایي دغې ډلې ته بیا فرصت برابر کړي.

https://p.dw.com/p/3spnx
Internetvideo Al-Kaida Ayman al-Zawahiri 2013 ARCHIVBILD
انځور: picture-alliance/dpa

د القاعدې د ترهګرې شبکې مشر اسامه بن لادن تر وژل کیدو لس کاله وروسته هم د ترهګرۍ د چارو کارپوه ګیدو شتاینبرګ، د دغه ډلې د بیا راپورته کیدو څخه خبرداری ورکوي. په برلین کې د علم او سیاست له بنسټ څخه دغه کارپوه د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به دا سخته وي چې هلته د افراطیانو پر وړاندې مبارزه وشي. دغه کارپوه زیاتوي چې پر دې سربیره له القاعدې سره د خپل اتحاد ختمولو له پاره وسله وال طالبان کوم دلیل نه لري. هغه په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ احتمال هم نه ردوي چې په خبره یې «ښایي په نړیواله کچه د جهادیانو د بیا راویښدو له پاره یو غږ وي.»

Islam-Experte Guido Steinberg
د ترهګرۍ د چارو کارپوه ګیدو شتاینبرګانځور: picture-alliance/Eventpress

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یوې ځانګړې قطعې د ۲۰۱۱م کال د فبرورۍ میاشتې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ آباد کې بن لادن وواژه. هغه په نړیواله کچه تر ټولو مطلوب ترهګر وو. هغه پر نورو سربیره د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر په یوولسمه نیټه په نیویارک کې د شوو بریدونو اصلي طراح بلل کیده او وسله والو یې هغه د یوه کاریزماتیک مشر په توګه یادوه.

د علم او سیاست له بنسټ څخه شتاینبرګ وایي چې د بن لادن مړینه «د اسلامپالې ترهګرۍ په تاریخ کې د اوښتون يو ټکی وو.» د هغه په خبره د بن لادن مرګ د القاعدې د زوال سبب شو او د هغه ځای ناستی ایمن الظواهري پر جهادیانو او په تیره بیا د هغوی پر ځوان نسل ډیر کم اغیز درلود. پر دې سربیره داسې ګونګوسي هم شته چې ایمن الظواهري نور ژوندی نه دی او همداشان په تیرو کلونو کې د القاعدې شبکې یو شمیر مهم کسان هم ووژل شول.

Bin Laden und Ayman al-Zawahiri
داسي ګونګوسي هم شته چې ایمن الظواهرې هم ژوندی نه دیانځور: picture alliance / dpa

شتاینبرګ روښانه کوي چې نن سبا زیاتو ځوانو تندلارو خپل لوری ورک کړی دی او که چیرې طالبان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته احتمالا برلاسي شي او له لږې «ځیرکتیا» کار واخلي ښایي د دې جوګه اوسي چې د ټولې نړۍ تندلاري افغانستان ته ورمات کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د اپریل میاشتي په نیمایي کې اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه د کابو شل کلن نړیوال ماموریت وروسته بیرته خپل هیواد ته راستنوي. د پلان له مخې هغوی باید د سږني کال د سپتمبر تر یوولسمې نیټې له افغانستان څخه ووځي. آلمان غواړي چې په افغانستان کې مستقر خپل ۱۱۰۰ عسکر د اګست میاشتې تر نیمایي پورې بېرته آلمان ته راستانه کړي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰م کال د می میاشتې په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د القاعدې مشرتابه اوس هم په افغانستان کې حضور لري او دغه ترهګره شبکه د افغانستان له ۳۴ څخه په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري.

د آلمان خبري آژانس په خپل تحلیلي رپوټ کې لیکلي دي چې معلومات ښيې چې القاعده په افغانستان کې غلې وه او په پټه غښتلې کیده. همداشان طالبان او القاعده لا هم یو بل ته نزدې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا متحده ایالاتو سره شوی تړون طالبان دې ته اړ باسي چې له القاعدې سره خپلې اړیکې وشلوي.

د شتاینبرګ به خبره که څه هم د جهادیانو نړیواله کړۍ نن سبا ډیره تیت او پرک ده خو مهمه دا ده چې د هغوی سیمه ایزو څانګو ته نظر واچول شي. هغه د بیلګې په ډول سوریې ته اشاره کوي چې هلته القاعده تر ۱۲۰۰۰ جنګیالي بسیج کولی شي. د نوموړي کارپوه په خبره د دغې ترهګرې ډلې څانګې په یمن، لیبیا، سومالیا او همداشان په لویدیځه افریقا کې هم فعاله دي.

د ترهګرۍ چارو نوموړی کارپوه په افغانستان کې احتمالي تحولات یوه وخت په عراق کې د رامنځ ته شوي وضعیت په څیر ممکن بولي. هلته په ۲۰۱۱م کال کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د القاعدې دښمنه ترهګره ملیشه داعش وار په وار غښتلې کیده، څو یو وخت یې د دغه هیواد یوه لویه برخه تر کنترول لاندې کړه. په ۲۰۱۴م کال کې د دغه ډلې مشر ابو بکر البغدادي چې په تیرو کلونو کې ووژل شو په عراق او سوریې کې يو خلافت اعلان کړ.