د بهرنيانو په اخراج کې ډېر آلماني پوليس ژوبليږي
۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبهد «وېلت آم زونتاګ» ورځپاڼې په حواله د آلمان فدرالي پوليسو ويلي چې ټول ټال ۲۸۴ تنه پوليس تېر کال د اخراجېدونکو کسانو له خوا تر بريد لاندې راغلي دي. يو کال ورمخکې پر ۲۷۴ تنو مامورينو باندې دغسې ګوزارونه شوي ول. د معلوماتو له مخې دا د مقاومت په موخه تر سره شوي داسې اعمال دي چې د الوتکو په واسطه د اخراج پر مهال رامنځ ته کيږي. د دغسې اخراجي الوتنو مسئوليت په آلمان کې فدرالي پوليس پر غاړه لري په داسې حال کې چې له کوره څخه د را اخيستلو او بدرګې چاره د آيالتي پوليسو دنده ده.
د مامورينو روزنه دقيقه ده
د فدرالي پوليسو په حواله د پېښو «څرنګوالی او شدت يې نه ثبتيږي.» د فدرالي پوليسو د صنفي اتحاديې مشر، اېرنست والتر، يادې ورځپاڼې ته ويلي دي چې «د اخراجېدونکو کسانو له خوا لغتې، ګوزارونه او د سر په واسطه شديد ګوزارونه» تقريبا «هره ورځ» پېښيږي. د هغه په خبره ښکېلو کسانو ته پکې سخت ټپونه نه وراوړي ځکه چې په ځانګړې او دقيقه توګه روزل شوي مامورين ورسره وړ چلن کولی شي. آرمين شوستر چې د کورنيو چارو په پلاوي کې د مسيحي دموکرات ګوند د فراکسيون مشر دی، د مامورانو په وړاندې مقاومت ډېر شديد او زورور بولي. د هغه په خبره «ما ته وار په وار فدرالي او آيالتي پوليس راپور راکوي او وايي چې د مقاومت کړه وړه داسې برېښي لکه تر مخه چې ورته تمرين شوی وي. که داسې کړه وړه لکه خوله لګول، لغتې کول او ډکې متيازې کول د دې نتيجه ولري چې د اخراج ټول تدابير بايد وځنډول شي، نو په دې سره تاوتريخوالی او د ځان ټپي کولو خطر لا پسې زياتيږي.» خو په دې برخه کې د چارواکو ستونزه بيا دا ده چې هوايي شرکتونه ډېری وخت پرېکړه کوي چې مقاومت کوونکي اخراجېدونکي کسان له ځان سره نه اخلي.
د اخراج ډېرې هڅې ځنډول شوې دي
د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په حواله پروسږ کال په هوايي ډګرونو کې ټول ټال ۱۶۳۷ د اخراج پېښې «د مقاومت د چارو» له کبله اخلال او درول شوې دي. دغه معلومات يادې ورځپاڼې خپاره کړي دي. عين شمېر کسانو بيا د سفر پر مهال هم مقاومت کړی دی.
nob/haz (dpa, kna)/ن ص/ا و ا