1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلغاریې پوليسو له ۲۰ څخه زيات ناقانونه مهاجر نيولي

۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبه

د بلغاریا پولیسو له يونان سره پر پوله ۲۳ ناقانونه مهاجر نیولي دي. ځايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې دغه کسان د افغانستان او پاکستان له هیوادونو څخه ول چې غوښتل یې ځانونه فرانسې ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/2ytUb
Bulgarien Polizeikontrolle Flüchtlinge in Sofia
انځور: BGNES

د «بي تې وي» تلویزیون د یکشنبې په ورځ د دغو مهاجرو د نیو کیدو خبر ورکړ. نیول شویو مهاجرو ویلي دي چې هغوی د ترکیې او یونان تر منځ له اوبو څخه د کښتیو په واسطه تیر شوي دي. ځینو کسانو یې بیا یوه قاچاق وړونکي ته ۱۶۰۰ یورو ورکړي چې هغوی له یونان څخه فرانسې ته ورسوي.

د بلغاریا د سرحدي پولیسو مشر سویتیوس کیشیکوف، ویلي دي چې دغه کسان په یوې بلغاریایي لارۍ موټر کې موندل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې نیول شوي مهاجر پیاده له یونان څخه بلغاریې ته رسیدلي ول.

د اروپاي ټولنې کميسون له خوا وړاندې شوې شمیرې ښيي چې د ۲۰۱۸ کال په رومړیو میاشتو کې له ترکیې څخه اروپایي هیوادونو ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر د پام وړ لوړ شوی دی.

بلغاریا د مهاجرو له پاره د ترانزيتي هيواد په توګه شهرت لري. په اصل کې مهاجر نه غواړي د اروپايې اتحاديې په دې فقیر هیواد کې پاتې شي.