1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلخ د نهُ ګنبد جومات او رازونه يې

۱۳۹۶ دی ۱۷, یکشنبه

د افغانستان په شمال کې لرغون پېژندونکي کوښښ کوي چې د نړۍ د يوه تر ټولو پخواني جومات رازونه را افشا کړي. خو هغه کوم دي؟

https://p.dw.com/p/2qSPN
Aramgahe Qazi Younus Afghanistan
انځور: Hamid

دغه جومات څه باندې ۱۲۰۰ کاله قدامت لري چې د افغانستان په بلخ ولايت کې پروت دی. هغه د نهُ ګنبد يا حاجي پياده جومات په نوم هم ياديږي.

د کاربون په مرسته د تاريخ معلومولو د طريقې له مخې ښايي د افغانستان په بلخ ولايت کې ولاړه دغه ودانۍ په اتمه ميلادي پېړۍ کې جوړه شوې وي، يعنې لږ وخت وروسته له هغه چې اسلام مرکزي آسيا ته ورسېد. خو دا چې د نهُ ګنبد يا حاجي پياده جومات کله او د چا له خوا جوړ شو، دغه راز لا نه دی رابسرېره شوی.

د نهُ ګنبد يا حاجي پياده جومات څلور کونجه شکل لري چې اوږدوالی او پلنوالی يې ۲۰ مترو ته رسيږي. کارپوهان دې ته حيران دي چې دغه ودانۍ څنګه روغه پاته شوې ده. د فلورنس د پوهنتون ايټالوی مهندس، اوګو تونيتي، چې د لرغونو اثارو د ساتنې متخصص دی، وايي: «دا يوه معجزه ده چې دا ودانۍ څنګه له دومره وخت او ائتکال سربېره هم لا ولاړه ده».

 جومات ښايي په سيمه کې د وچوالي له کبله هم روغ پاته شوی وي. هغه په خپله دوره کې د اسلامي ودانيو يوه تر ټولو ښه حفظ شوې ودانۍ ده چې د لرغونپوهانو په نظر «ډېر ارښت لري، خو ډېره تر ګواښ لاندې هم ده.» صالح محمد خليق، چې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دی، وايي: «دغه تاريخي مسجد به ډېر ژر په يونسکو کې ثبتيږي چې د ازمايښتي ثبت مرحله اوس جريان لري.»

د سوونو کلونو په ترڅ کې د جومات رنګونه هم له ستنو څخه پاک شوي دي، خو دغه جومات پخوا د ځلېدونکو رنګونو په درلودلو سره نور هم ښايسته و. ايتالوی لرغون پوه تونيتي وايي:

«دا يو شهکار اثر دی. تاسو تصور وکړئ چې هغه څنګه ښکارېده، چې په لاجوردو پوښل شوی و، ځينې برخې يې سرې وې، هرې خوا ته نقشونه ول. هغه د جنت د يوه باغ په څېر جوړ شوی و، چې د پاسه پرې آسمان غوړېدلی وي، ګنبدې يې سپينې وې او په شنه يا آبي رنګ سينګارې شوې وې.»

پر ستنو باندې يې پخوا د انګورو داسې پاڼې هم راغلې وې چې د تونيتي په خبره د سامرا د جومات له انځورونو سره سمون خوري. د سامرا ښار په هغه وخت کې د عباسيانو د امپراتورۍ پلازمېنه وه. خو داسې ويل کیږي چې د بلخ دغه جومات ښايي لا پخوا جوړ شوی وي. د تاريخي اسنادو او علمي متودونو له مخې کېدای شي هغه په ۷۹۴ م کال کې رغول شوی وي. ژوليو سارمينتو بېندېزو، چې په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپوهانو د پلاوي مدير دی او څوک چې د جومات په شاوخوا کې د سپړنو مشري کوي، په دې هکله وايي: «دا په دې معنی ده چې د عباسيانو د امپراتورۍ جومات د افغانستان تر تاثير لاندې راغلی و، نه بر عکس.» نوموړی زياتوي چې دغه جومات بې ساري ښکلی، ښه حفظ شوی، سينګار شوی او دا چې «ډېر معلومات لا پکې ښخ دي.»