1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلجيم له حکومته د ښي اړخو وتل او په کابينه کې بدلون

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

د بلجيم صدراعظم شارل ميشل په خپل حکومت کې د ائتلافي شريک د هغې غوښتنې پر وړاندې مخالفت کړی چې غواړي بلجيم دې د مهاجرت له نړيوال تړون څخه ووځي. ښايي سبا دوشنبه په مراکش کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون تصويب شي.

https://p.dw.com/p/39lRE
Belgien Brüssel PK Premierminister Charles Michel
انځور: Reuters/E. Vidal

د بلجيم د ښي اړخي ګوند مشر بارت دي ويور د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر اتمه) ناوخته اعلان وکړ چې ګوند به يې له ائتلافي حکومت څخه ووځي. خو د بلجيم ليبرال صدراعظم له دغه اعلان څخه لږ مخکې په دې اړه ويلي وو: «زه مې په خپله خبره ولاړ يم او مراکش ته به [د تړون په سر غونډې ته] ځم.»

د نړۍ مشران د دوشنبې په ورځ د دسمبر لسمه په مراکش کې سره راټوليږي تر څو د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون لاسليک کړي. د اروپا يو شمير ښي اړخو حکومتونو او ګوندونو پر دغه تړون سختې نيوکې کړي او ځينو بيا د هغه له لاسليک کولو ډډه کړې ده. ملګري ملتونه په پام کې لري چې د دغه تړون پر اساس د مهاجرت کړکيچ او مديريت په نړيواله کچه تنظيم کړي.

خو استراليا، اتريش، هنګري، چک جمهوريت او پولنډ ويلي دي چې له دغه تړون څخه ملاتړ نه کوي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال تړون په اصل کې د مهاجرو له پاره څه ګټې لري؟

د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون مهم ټکي کوم دي؟

- سياستوال بايد خپل تصميمونه تر ډيره بريده د موجوده واقعيتونو پر اساس ونيسي. په همدې دليل بايد د مهاجرت موضوع په تړاو شننې او د اطلاعاتو راټولول چټک کړل شي.

New York UN-Hauptquartier Fahnen Mitgliedsstaaten
ملګري ملتونه په پام کې لري چې د دغه تړون پر اساس د مهاجرت کړکيچ او مديريت په نړيواله کچه تنظيم کړيانځور: Getty Images/AFP/D. Emmert

- په مبدا هيواد کې د ژوند کولو بد شرايط بايد تر هغه بريده ښه کړل شي تر څو خلک وشي کړای په خپلو هيوادونو کې پاتې شي. د ټولنيزو لاملونو تر څنګ، بايد د اقليم بدلون او هغو پديدو پر وړاندې مبارزه چټکه شي چې چاپيريال ته زيان رسوي.

- کارګر مهاجر بايد په ډيره ښه توګه له استثمار، ناوړه استفادې، د بشر او د کار حقونو له نقضيدو څخه حفاظت کړل شي.

 - مهاجر نه بايد د ټولنيزو مرستو او خدماتو له ترلاسه کولو محروم وګرځول شي. په دې برخه کې بايد د بشري حقونو اصل په نظر کې ونيول شي.

- د ملګرو ملتونو سازمان د دوه اړخيزه درناوي پراساس، په ټولنه کې د مهاجرو د بشپړ ادغام غوښتونکی دی.

- د ژغورنې ماموريتونه دې د «مهاجرو د تلفاتو د مخنيوي په موخه» د ملګرو ملتونو له سازمان سره ښه همغږي ولري.

- د انساني قاچاق ډلې بايد د سرحدونو په اوږدو کې تر تعقيب لاندې ونيول او مجازات کړل شي. هغه مهاجر چې د قاچاق په معرض کې قرار نيسي نه بايد مجازات شي.

- د غيرقانوني مهاجرتونو مخنيوی دې د نورو ډيرو اقداماتو تر څنګ، د سرحداتو د ساتنې له لارې ترسره شي. غړي هيوادونه بايد د مهاجرتونو له پاره ډاډمنې او منظمې لارې جوړې کړې. 

- هغه مهاجر چې نه منل کيږي، خپل هيواد ته يې د اخراج په موخه بايد د «باعزته بېرته ستنيدا» بهير اسانه کړل شي. مبدا يا اصل هيوادونه بايد د خپلو اتباعو د بيرته منلو په برخه کې خپل مکلفيت ترسره کړي.

په لويديځ کې د مهاجرت مسئله په ځانګړې توګه د اروپا د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت تر کړکيچ وروسته پر يوې تر ټولو جنجالي موضوعګانو څخه اوښتې ده.

 له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: