1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلاروس پر پوله مهاجر: د قاچاقچيانو خوږې ژمنې او تريخ انجام

۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبه

دوو سوریايي مهاجرو رويټرز سره په خبرو کې ويلي دي چې قاچاقچیانو دوی ته په سر کې ويلي وو چې په ډيره آسانۍ به يې له بلاروس څخه آلمان ته داخل کړي. دوی قاچاقچیانو ته د سړي په سر ۳۰۰۰ یورو ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/43acG
Belarus Migranten im Grenzgebiet zu Polen
انځور: Kacper Pempel/REUTERS

د بلاروس په سرحد کې اروپا ته تلونکي غیر قانوني مهاجرد پولند له تړلې سرحد سره مخ کیږي چې له کبله يې مجبوره کيږي څه باندې یوه اوونۍ د سرحدي علاقي په ځنګلونو او سړې هوا کې تر خیمې لاندې تيرې کړي. د رویترز خبري آژانس له دوو داسې مهاجرو سره خبرې کړي چې قاچاقچیانو ورته خوږې ژمنې ورکړې. قاچاقچیان بلاخره دغه دوه سوريايي ملګري معین الهادي او انس کنعان یوه پولندي کلي ته رسوي چې هلته يې پولیس نيسي او بیرته يې بلاروس ته استوي.

۳۶ کلن الهادي وويل: «دا اساسا داسې ده لکه زموږ پیسې چې هسې خوشې برباد شي.» هغه دغه خبرې د پولند په اورال ښارګوټي ته نژدې داسې وخت رويټرز ته وکړې چې بیا يې له سره سرحد نه د اوښتلو تیاری نیوه. خو هغه نور نشي کولای په پښو مزل وکړي، ځکه سړې هوا يې پښې ژوبلې کړي دي.

د هغه د ماشومتوب د وخت ملګري ۳۴ کلن کنعان چې ښکاري د قاچاقچیانو چلند سخت ناهيلې کړی وويل: «دا ټول درواغ دي. دوی داسې يوې لارې ته خلک سموي چې هلته کيدای شي مړه شي. دوی په نهایت کې تاسو ته وايي چې موږ مو مسئوليت نه لرو. مړه شئ چې هر ځای وئ. دوی یوازې ستاسو پيسو سره کار لري.»

Belarus Grenze zu Polen | Migranten-Lager
د پولند د سرحدي علاقه په يوه ځنګله کې د خیمې لاندې یو مهاجر انځور: Viktor Tolochko/Sputnik/dpa/picture alliance

دغه دوه سوريايي ملګري تر دې لږ وروسته، تصمیم نیسي چې د آلمان پر لور لاړ نشي او په پولند کې د پناه غوښتنه وکړي خو دوی د پولند سرحدي ساتونکو له خوا نیول کیږي. د هغوی په خبره کیدای شي دغه مهاجر د مهاجرو د توقیف له یوه مرکز له خوا واخیستل شي.

د «وايټ بريئډ اينډ سالت» په نوم پولندۍ خیريه موسسې څخه ماريسيا زلونکيويچ وايي: «ډیرو خلکو ته دا خبره روښانه کيږي چې دوی په اصل کې د یو دام پر لور هدایت کیږي او ورسره شوې ژمنې درواغ دي.»

د پولند پر پوله د روان کال د اوړي موسم راهیسې مهاجرتونه ډير شوي دي. رپوټونه وايي په دغو مهاجرو کې افغانان هم شته خو تر ډيره ویل کيږي چې اکثره يې د منځني ختيځ له هیوادونو څخه دي. دوی له بلاروس څخه په دې موخه چې مرکزي اروپا ته ځانونه ورسوي دغو سرحدي علاقو ته راځي. اروپايي اتحاديه پر بلاروس تور لګوي چې په لوی لاس مهاجر دغه کار ته تشويقوي، خو بلاروس بیا دغه تورونه ردوي. پولند چې په دغه بحران کې تر ټولو ډير راګير دی، خبرداری يې ورکړی چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسيدلو له کبله به د اروپا د مهاجرت بحران دوهم پړاو ته داخل شي.