د بلاروس په انتخاباتو کې محبوبه نومانده سوتلانا څوک ده؟
۱۳۹۹ مرداد ۱۹, یکشنبهپه بلاروس يا سپينې روسيې کې نن يکشنبه (د اګست ۹مه) د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کيږي. د دغو انتخاباتو يوه نومانده سوتلانا تيخانوفسکایا ده. هغه څوک ده، څنګه يې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان نوماند کړ او ګټونکې به شي که نه؟
سوتلانا تيخانوفسکايا د بلاروس په انتخاباتو کې د ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د سر سختې نوې رقيبې په توګه پيژندل کيږي. لوکاشنکو چې لويديځې رسنۍ يې د اروپا وروستی ديکتاتور بولي، په پرله پسې توګه يې د شپږم ځل له پاره ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړی دی.
سوتلانا په يوې انتخاباتي غونډه کې وويل: «زه غواړم خپلې کورنۍ ته ستنه شم او غذا پخه کړم.» دغه ۳۸ کلنه ښځه اوس د بلاروس اکثرو اوسیدونکو له پاره د اميد او تغيير پر يوه سمبول باندې بدله شوې ده.
په اصل کې د هغې ميړه، سرګئي تخافونسکي چې يو ويبلاګ لیکونکی او د لوکاشنکو له منتقدانو څخه دی، غوښتل ځان نوماند کړي. خو هغه تيرکال په يوې غيرمجازې غونډه کې د ګډون له کبله ونيول او شو او ويې نشو کړای ځان د نوماند په توګه ثبت کړي.
تر دې وروسته سوتلانا په ناڅاپي توګه تصمیم ونيوه او ځان يې د بلاروس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې نوماند کړ.
سوتلانا د شاوخوا دوو میاشتو په تيريدو سره په خلکو کې بيساری محبوبیت ترلاسه کړ او د لوکاشنکو د مخالفانو په رهبرې باندې بدله شوې ده.
د هغې په اړه ډير معلومات شتون نه لري. هغه د پخواني شوروي په سويل لويديځ کې زيږيدلې او د بهرنيو ژبو په څانګو کې يې لوړ تحصيلات کړي دي او د يوې ژباړونکې په توګه يې کار کړی دی.
سوتلانا چې د دوو ماشومانو مور ده، وايي چې هيڅ وخت يې له سياست سره علاقه نه درلوده. هغې د ۲۰۱۹م کال په سر کې له خپل خاوند سره د بلاروس داخلی سفرونه پيل کړل او په دغې موده کې وتوانيده چې د خپل هيواد او خلکو په اړه کافي معلومات تر لاسه کړي.
دې سره هغه په دې بریالۍ شوه چې د بلاروس په انتخاباتو کې د ګډون د يو شرط په توګه، د ۱۰۰ زره کسانو لاسيکلونه ترلاسه کړي.
د هغې انتخاباتي کمپاينونه د دې ښکارندويي کوي چې بلاروس اوس په ښکاره توګه او په بې صبرۍ سره د يو تغيير په حال کې دی.
دويچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.