1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بغداد په وروستیو مظاهرو کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل شوي

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

په عراق کې د حکومت ضد مظاهرو لړۍ د یکشنبې په ورځ هم جاري وه. د دغو تازه مظاهرو پر مهال چې د پنجشنبې ورځې راهیسې پیل شوي دي د امنیتي ځواکونو او احتجاج کونکو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3S1gG
Irak Proteste in Bagdad
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Mohammed

د عراق په پلازمېنه بغداد، ناصریه او دیوانیه  کې پراخې مظاهرې شوي دي. د عراق لومړي وزیر عادل المهدي د ترهګرۍ ضد ځانګړو واحدونو ته دنده سپارلې ده چې په بغداد کې د دولتي ودانیو ساتنه وکړي.

د اسوشیډټ پرېس خبري آژانس له بغداد څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ هم د حکومت پر ضد د مظاهرو لړۍ دوام درلوده. په پلازمېنه بغداد کې د شنبې او یکشنبې ترمنځ د شپې پر مهال هم د له تشدده ډکو پيښو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د مظاهره کونکو د تیت او پرک کولو په خاطر له اوښکي بهونکي ګاز څخه استفاده کړې ده.

دا په عراق کې د حکومت پر ضد د مظاهرو دویمه لړۍ ده. دا مظاهرې د اکتوبر میاشتې په پیل کې د فساد او بې روزګارۍ پر ضد او د سیاسي اصلاحاتو په هدف پيل شوې وې.

د عراق د بشري حقونو نیمه دولتي سازمان د ۶۳ تنو د وژل کیدو خبر د تائید ترڅنګ ویلي دي چې یوازې د عراق په سویل ناصریه ښار کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.

په بغداد او دیوانیه کې هم د یو شمیر اعتراض کونکو د وژل کیدو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي. د دغو رپوتونو په حواله په بغداد کې د وروستیو ناکراریو پر مهال ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسوشیټډپرېس د رپوټ پر بنسټ په دیوانیه کې هم تر ۱۲ ډیر کسان وژل شوي دي. همدغو رپوټونو د عراق په وروستیو ناکراریو کې د ټپي شویو کسانو شمیر تر ۲۵۰۰ ډیر اعلان کړی دی.

د اکتوبر میاشتې د لومړیو ورځو په ناکراریو(د دغو مظاهرو د لړۍ په لومړي دور) کې هم شاوخوا ۱۴۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دا په داسې حال کې ده چې رپوټونه د ټول عراق په کچه د نا آرامیو د دوام کیسه کوي.

آژانسونه/ ش.ن/ ن.ص