1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بغداد نوې ازادي

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

له عراق او خصوصاً بغداد څخه د داعش شړلو اغیز کړی او د ازادۍ تازه باد چليږي. ټولنه بیرته پرانیستل کیږي او تر ټولو دمخه ځوانان او ښځي ترې مستفید کيږي.

https://p.dw.com/p/3Kza7
Bagdad Mustafa al-Ani and Merry al-Khafaji
انځور: DW/J. Neurink

په بغداد کي کرار کرار بيرته عادي حالت رامنځته کیږي. له هغه راهیسي چي له عراق څخه داعش ډله شړل سوې ده، په دغه اته ميلیوني ښار کي ډیر بدلون راغلی دی.

اکثره دفاعي «سمیټي دیوالونه» چي د تاسيساتو د ساتني په موخه په تیره لسیزه کي جوړ سوي وه، بیرته ایسته سوي دي. د هغه پر ځای باندي پارکونه او یا چمنونه جوړ سوي دي. د «زرغونې ساحې» په نامه هغه سیمه چي پکښي پارلمان، وزارتونه او سفارتونه موجود ول، هم بیرته د ټولو پرمخ پرانيستل سوې ده.

چلمونه او غیر الکهولي مشروبات

په بغداد کي د دغو تغیراتو په جریان کي د ښځو یو لومړنی رستورانت هم خلاص سوی دی. هلته ښځي کولای سي بې له نارینه وو او چادرۍ (عراقۍ اوږد حجاب)څخه داخلي او ازادي کښیني.

د لا فیمه په نامه رستورانت مالکه، ادري ادلبد وايي چي «پلرونه نه غواړي، لوڼي یې هغو رستورانتونو ته ولاړي سي، چي نارینه چلم څکوي. په دې خاطر دلته راځي.» دا دلته هغو ته چلم  هم عرضه کوي. په رستورانت کي یوازي د دې۲۰ کلنه لور ورسره کار کوي او ښځو ته د چلم تر څنگ غیر الکهولي مشروبات، چپس باب، همبرگر او نور خوراکونه هم وړاندي کوي. ادري ادلبد وايي، چي په دې خاطر د ډیرو لیرو ځایونو څخه ښځي ور ته راځي.

Bagdad Adra Adel-Abid  Frauencafe
انځور: DW/J. Neurink

پنځه کاله دمخه ددغه ډول یوه رستورانت جوړیدل ممکن نه ول

د ادري ادلبد اکثره مشتریاني د متوسط او لوړ قشر دي. دا د خپلو ځوانو مشتریانو له پاره د ښځو عامه پارټیاني، د سالگرو، نامزدیو او یا مکتبونو څخه د فراغت پارټیاني جوړوي. بیا نسبتأ زوړ نسلونه قهوه چښي او زړې عراقۍ بدلي اوري.

ادري ادلبد وايي: «پنځه کاله دمخه ددغه ډول یوه رستورانت جوړیدل ممکن نه وه، ځکه چي خلگ بیریدله. خو اوس ډیره ازادي رامنځته سوې او جامعه تر پخوا ډیره پرانیستل سوې ده.» دا په دې معنی، چي ښځي کولای سي د شرکتونو مسؤلیت پر غاړه واخلي او پر مخ یې بوزي.

نوي تغیرات ټولنیز کلتور هم تغیروي

څنگه چي د داعش په شړلو سره په عراق کي سیاسي ثبات هم رامنځته سوی دی، نو ډیرئ ښځي غواړي، چي د ښار په عام محضر کي هم حضور ولري. د عراق د منصور په ناحیه کي، چیري چي د لا فیمه رستورانت دی، په ډیرو نورو رستورانتو کي هم ښځي او نارینه یو ځای سره کښيني.

په بغداد کي د ازادۍ تازه باد د ښځو په ژوند کي نور تغیرات هم رامنځته کړي او اکثره، خصوصأ ځواناني د تورو اوږدو چادریو پر ځای رنگه کالي اغوندي. تر دې حده پوري چي اکثره نجوني لږ پوړنی پر سر کوي.

د مثال په ډول د لافیمه رستورانت ته د ماري الخفاجي په نامه یوه تازه ځوانه جوړه هم ورځي چي لږ وخت مخکي یې واده سره کړی دی. ښځه یې وریښتان نه پټوي او زرغون کمیس او کوبای پتلون یې اغوستی دی.

Irak Bagdad Bahnhof | Zugverbindung nach Falludscha
انځور: Getty Images/AFP/S. Arar

د هغوی واده ددې یوه بله نخښه ده چي په بغداد کي یوه ارمه فضأ رامنځته سوې ده. د دوی یوه خوا شیعه او بله یې سني ده، هغه څه چي څو کاله مخکي يې هیڅ امکان نه درلود. خو اوس چي عراقیان غواړي بیرته په گډه او یو له بل سره په دوستانه فضأ کي ژوند وکړي، دا موضوع هم ورته بې تفاوته ده.

د شیعه گانو او سنیانو تر منځ ودونه د صدام حسین په زمانه کي عادي خبره وه، خو له ۲۰۰۳م کال راوروسته چي هغه سرکوبه سوی دی، دا کار عملأ ممکن نه ؤ.

کله چه نوي شیعه رژیم د حکومت واگي په لاس کي واخیستې، نو نه یوازي په هیواد کي داخلي جنگونه پيل سول، بلکي هیواد یې د مذهبي عقیدې پر اساس هم سره وویشئ. په نتیجه کي والدینو دې ته ترجیح ورکوله، چي اولادونه یې د خپلي مذهبي عقیدې په چوکاټ کي ودونه سره وکړي. خو الخفاجي وايي، چي پر داعش باندي د غلبې تر حاصلولو وروسته ډیر ځوان عراقیان تصمیم نیسي چي د اسلام د دواړو مذهبونو د پیروانو تر منځ ودونه وسي او توره دوره شاته پریږدي.

د رسنیو رول

په دې لار کي د الخفاجي په خبره له هغوی سره اجتماعي شبکو هم مرسته کړې ده: ځکه چي هغه ځوانانو ته ددې امکانات برابروي چي د عراق په محافظه کاره ټولنه کي نوي ملگري پیدا کړي.

Facebook Logo
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau

څنگه چي اکثره ځوانان په اجتماعي شبکو کي خپل فامیلي نوم نه اظهاروي، نو څوک هم نه پوهیږي، چي نوی پیدا سوی ملگری یا ملگرې یې په کوم مذهب پوري اړه لري. کله چي دوی یو له بل سره وپیژني او سره خوښ کړي، بیا نو ورته فامیلي او مذهبي تعلق هم مهم نه وي او ودونه سره کوي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 16.03.2015)