د بشري حقونو پاکستانۍ فعاله عاصمه جهانګير مړه شوې
۱۳۹۶ بهمن ۲۲, یکشنبهپاکستانۍ عاصمه جهانګیر په ۱۹۵۲م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې زیږیدلې. نوموړې د لاهور په کینیرډ کالج کې د لیسانس او بیا یې د پنجاب له پوهنتون څخه د حقوقو په څانګه کې لوړې زده کړې وکړې. په ۱۹۸۰م کال کې نوموړې په لاهور ښار کې د پاکستان د سترې محکمې له پاره د وکیلې په توګه په کار پیل وکړ. نوموړې د پاکستان د سترې محکمې د ټولنې لومړنۍ ښځینه مشره وه.
په ۱۹۸۳م کال کې هغه مهال چې جنرال ضیاالحق په واک کې وو، نوموړې په پاکستان کې د جمهوریت له پاره غږ اوچت کړ. نوموړې په دې ترڅ کې د جنرال ضیاالحق د دیکتاتور نظام پر ضد په لاریونونو کې مخکښه وه.
وروسته په ۲۰۰۷م کال کې عاصمه جهانګیر د پاکستان د بل پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف پر ضد د وکیلانو د پارونې په هڅو کې مهم رول ولوبوو چې له امله یې نوموړې نظر بند شوه.
عاصمه جهانګیر د پاکستان د بشري حقونو د څار د سازمان یو له بنسټ ایښودونکو څخه ده او نوموړې همدا راز په پاکستان کې د میرمنو د اکشن فورم تر نامه لاندې د پروګرام د جوړونې په برخه کې هم اساسي او کلیدي رول لوبولی دی.
عاصمه جهانګیر د خپلو مدني او بشري فعالیتونو له امله ګڼ شمیر لاسته راوړنې درلودې او په لوړه کچه یې د هڅو ستاینه شوې. نوموړې د بشري حقونو د چلند د عام کولو له امله د یونیسکو لخوا د بلباو انعام هم ګټلی. په ۲۰۱۰م کال کې هغې ته د خپلواکۍ ایوراډ هم ورکړل شوی دی.