1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ميانمار د روهنګيايانو کلي له خاورو سره خاورې کړي»

۱۳۹۶ اسفند ۵, شنبه

د سټلايټ څخه د راخين ايالت تازه اخيستل شوي انځورونه ښيي چې د ميانمار حکومت د روهنګيایانو د کليو د بشپړه توګه ويجاړولو په حال کې دی؛ هغه کلي چې تر دې مخکې د يوه «توکم د لمنځه وړو» په عملياتو کې سوځول شوي ول.

https://p.dw.com/p/2tGYq
Myanmar Zerstörung von Dörfern der Rohingya
انځور: picture-alliance/AP Photo/DigitalGlobe

د «بشر حقونو د څار» سازمان ويلي دي، چې د تير ميلادي کال په وروستيو کې د ميانمار په راخين ايالت کې لږ تر لږه ۵۵ کلي له خاوره سره خاورې کړل شوي دي. دغه کلي وروسته له هغې ويجاړ شوي دي، چې شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګيايان له راخين څخه بنګله ديش ته وتښتيدل.

د دغه سازمان د آسيا د څانګې مدير، براد آدامس دویچه ويله ته وويل: «د ميانمار حکومت غواړي تر څو په سيمه کې د تاوتريخوالو نښې نښاني تر خاورو لاندې کړي او د روهنګيايانو ځمکې واخلي. حکومتي چارواکي غواړي ډلييزو قبرونو، کارول شويو وسلو او د نورو هغو شواهدو موندل ګران کړي، کوم چې ترسره شويو جنايتونو سره تړاو لري.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: «دا همدا ډول په رواني توګه د ميانماري چارواکو له خوا د يو قوم د لمنځه وړلو په موخه اقدام دی.»

آدامس زياته کړه چې دغه«تصادفي او ګډوډ» سټلايټي انځورنه يوازې د وضعيت يوه برخه ښکاره کوي. هغه په دې باور دی چې ښايي وضعيت له دې څخه ډير خراب وي.

روهنګيايان چې اکثريت برخه يې مسلمانان دي، د ميانمار لخوا د تابعيت له حقوقو څخه محروم کړل شوي دي. که څه هم دغه قوم له څو لسيزو راهيسې په ميانمار کې ژوند کوي خو، ميانمار يې د بنګله ديش غیرقانوني مهاجر بولي. ميانمار چې ډیری وکړي يې بودایان دي په پرله پسې توګه ورباندې تورونه لګول شوي دي، چې تورن د روهنګيايانو پر وړاندې يې له تبعيض او سختو تاوتريخوالو څخه کار اخیستلی دی.

د «نوي کلي پلان»؟

Myanmar Zerstörung von Dörfern der Rohingya
انځور: picture-alliance/AP Photo/DigitalGlobe

له هوا څخه د راخين ايالت د هوار کړل شويو کليو اخيستل شوي انځورونه په لمړي ځل د فبرورۍ په ۹مه هغه مهال افشا شول چې په ميانمار کې د اروپايي اتحاديې سفير، کريستين شميت، هغه په خپل ټويټر کې خپاره کړل. دا د ميانمار په سويلې سيمه ماونګدو کې د «پراخو ورانو شويو سيمو» انځورونه ول.

د ميانمار حکومت د دغو انځورونو تر خپريدو وروسته وويل چې د کليو هوارول د دغو کليو، کورنو او لارو د بيارغونې بهير يوه برخه ده.

د ميانمار د ټولنيزې رفاه وزير وين ميات آي، د فبرورۍ په لمړيو کې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي وو چې، « کله چې هغوۍ «روهنګيايي مهاجر» بيرته ستانه شي کولای شي په خپلو سيمو يا هغو ته په نژدې سيمو کې ژوند وکړي.»

ميانمار او بنګله ديش هوکړه کړې ده چې روهنګيايي مهاجر به د دوو کلونو په موده کې بيرته خپلو کورونو ته وليږدول شي، خو د «بشر حقونو د څار» سازمان وايي چې، «تر اوسه هيڅ مهاجر بيرته برما (ميانمار) ته نه دی استول شوی او روهنګيايان اوس هم له راخين څخه د تيښتې په حال کې دي.»

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د فبرورۍ په ۱۳مه امنيت شورا ته وويل چې، «د روهنګيايي مهاجرو د داوطلبانه بيرته ستنيدو شرايط لا ندي برابر شوي»، ځکه چې لا هم د هغو د تيښتي لاملونه حل شوي نه دي.

د «بشر حقونو د څار» سازمان څخه آدامس ويلي دي چې « روهنګياي مهاجر تر يوې اوږدې مودې بيرته نه ستنيږي، ځکه چې هغوی د برما پر حکومت باور نه لري.» هغه زياته کړه: «که زه هم يو روهنګيايي وی، بيرته ميانمار ته مې د تلو زړه کاوه.»

د حقيقت موندې پلاوې ته اجازه

 د «بشر حقونو د څار» سازمان د ميانمار څخه غوښتنه کړې تر څو د ملګرو ملتونو د حقيقت موندې پلاوي ته د دې اجازه ورکړي چې له راخين ايالت څخه ليدنه وکړي. د ميانمار چارواکو تر اوسه دغې ډلې ته د ويزو له ورکړې څخه ډډه کړې ده. حکومت همدا ډول خپلواکو رسنيو او د بشر حقونو مدافع ډلو ته هم دغې سيمې ته د تلو اجازه نه ده ورکړې. د راخين جنګړه ځپلې سيمې څخه د ليدلو لاسرسي يوازې د حکومتي پلاوي په چوکات کې د ليده کاتو پروګرام له لارې شونې ده.
 

دویچه وله / ع. ح/ م. ک. ص

موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: