د برېتانيا پارلمان مخې ته موټر يو شمير کسان ټپيان کړي
۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سهشنبهد برېتانيا په پلازمينه لندن کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته يوه موټر چلوونکي د امنيتي خنډونو په نه مراعتولو سره خپل موټر پر پلي کسانو ورځغلولې او په دې ترڅ کې یې يو شمير کسان ټپيان کړي دي. دا خبر د لندن د پوليسو له خوا ورکړل شوی دی. ويل شوي چې دغه کس تر پېښې وروسته نيول شوی دی. پوليسو د ټپيانو کره شميره په ډاگه نه کړه.
د برېتانیې پارلمان ته څيرمه سړکونه تړل شوي او زيات شمير پوليس په سيمه کې گزمې کوي. پر ويستمنستر ماڼۍ څرخي الوتکو پروزانه کول او ټوله سيمه د پوليسو له خوا محاصره شوې وه.
يوه پوليس د آلمان خبري آژانس ته وويل: «موږ نه پوهيږو چې امنيتي خنډونه به تر کومه موجود وي.»
د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې تر يوه بريد وروسته د برېتانيا د پارلمان ودانۍ د وسپنې او کانکريتي ديوال په واسطه خوندي کړل شوی ده. هغه مهال يوه بريد گر خپل موټر پر ويستمنستر پله پر روانو کسانو ور وځغلوه او څلورتنه یې ووژل. دغه بريد گر تر هغه مخکې چې د پوليسو له خوا په ډزو ووژل شي، يو پوليس هم د چاقو په گوزار ټپي کړ.
زموږ له آرشيف څخه: